د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي، دا چې ریاض په لومړي ځل په استانبول کې د خبریال جمال خاشقجې د مړیني خبر تاید کړ لومړنی ښه پرمختګ دی. خو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په وینا ، هغه څه چې له خاشقجې سره شوي ، د منلو نه دي.
د بښنې نړېوال سازمان د امریکا په مشرۍ پر ایتلافي ځواکونو نیوکې کړې چې له رقه ښاره یې د اسلامي دولت وسله والې ډلې د ویستلو لپاره په جګړه کې د ولسي وګړیو د وژنو په منلو او یا هم په مناسبه توګه په پلټنو کې پرله پسې پاتې راغلي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د روسیې ولسمشر ښايي د خپلو مخالفینو په وژنو کې لاس ولري.
سعودي عرب خبرداری ورکړی د هر هغه بندیز ځواب به ورکړي چې د جمال خاشقجي د تريتمېدو د قضیې په خاطر پر دغه هېواد لګېږي.
د نړيوالو رسنيو امريکايي ادارې مشر جان لېنسینګ وايي د سعودي خبريال جمال خاشقجي په ناڅاپه لا درکه کېدو سخت خپه دی.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي په يوه بيان کې ويلي چې دوی د جرمني سفیر ځکه ورغوښتي چې ورڅخه د دوی د يوه سفاتکار د سپارلو په اړه احتجاج وکړي.
د اې ایف پي تر مخه ۴۶ کلن دغه سفارتکار چې د اسد الله اسدي په نوم یې پېژندګلو شوی په اسټریا کې یې کار کاوو او تېرې جولای په لومړی نېټه د جرمني په بواریا سیمه کې نیول شوی وو.
د اب و هوا بدلون مخورو څېړونکیو خبرداری ورکړی چې د نړۍ تودښه کې خطرناکه لوړولی باید په زغرده ګامونو ورو کړل شي.
د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان وايي، په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې د یوه سعودي ...
هند ته کډه شوي روهنجا مسلمانان وایي، ژوند یې له کړاوونو ډک دی او اکثره وخت ورسره امتیازي سلوک کېږي. په جمو، نوي ډیلي او اسام کې مېشت روهنجا کډوال وایي په دې خبره سخت اندېښمن دي چې حکومت یې په زوره د هند له خاورې وباسي.
اروپایي شورا د کرویشیا حکومت ته د سېپټمبر په میاشت کې د خپلو اندېښنو یو لیک استولی و چې د اکتوبر پر پینځه په رسنیو کې خپور شو.
د روس ولسمشر ولادیمیر پوتین د اکتوبر پر ۴مه په دوه ورځني سفر د هند پلازمېنې نوې ډیلي ته ورسید.
نور وښیئ