د نړيوالو رسنيو امريکايي ادارې مشر جان لېنسینګ وايي د سعودي خبريال جمال خاشقجي په ناڅاپه لا درکه کېدو سخت خپه دی.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي په يوه بيان کې ويلي چې دوی د جرمني سفیر ځکه ورغوښتي چې ورڅخه د دوی د يوه سفاتکار د سپارلو په اړه احتجاج وکړي.
د اې ایف پي تر مخه ۴۶ کلن دغه سفارتکار چې د اسد الله اسدي په نوم یې پېژندګلو شوی په اسټریا کې یې کار کاوو او تېرې جولای په لومړی نېټه د جرمني په بواریا سیمه کې نیول شوی وو.
د اب و هوا بدلون مخورو څېړونکیو خبرداری ورکړی چې د نړۍ تودښه کې خطرناکه لوړولی باید په زغرده ګامونو ورو کړل شي.
د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان وايي، په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې د یوه سعودي ...
هند ته کډه شوي روهنجا مسلمانان وایي، ژوند یې له کړاوونو ډک دی او اکثره وخت ورسره امتیازي سلوک کېږي. په جمو، نوي ډیلي او اسام کې مېشت روهنجا کډوال وایي په دې خبره سخت اندېښمن دي چې حکومت یې په زوره د هند له خاورې وباسي.
اروپایي شورا د کرویشیا حکومت ته د سېپټمبر په میاشت کې د خپلو اندېښنو یو لیک استولی و چې د اکتوبر پر پینځه په رسنیو کې خپور شو.
د روس ولسمشر ولادیمیر پوتین د اکتوبر پر ۴مه په دوه ورځني سفر د هند پلازمېنې نوې ډیلي ته ورسید.
جان بولټن د اکتوبر پر څلورمه خبریالانو ته وویل چې د ایران په اړه د امریکا تګلارې لاندې به د ایراني ملاتړ لرونکو وسله والو د پشاکولو او د هغوی د مالي ملاتړ کوونکو پرضد پوځي او غیر پوځي لارې استعمالوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر پر درېیمه په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه پلاوې افغانستان، پاکستان، متحده عرب اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته خپل ۱۰ ورځنى سفر د اکتوبر پر پینځه پيلوي.
د ایران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ په ۲۰۱۵م کال کې اټومي تړون له مخې پر ایران لګول شوي بندیزونه په مشروط ډول لرې شوي وو چې اوس امریکا بیرته پر ایران لګولي دي.
د امريکا د استازو مجلس ۴۳۵ او همداراز د سينټ ۳۵ څوکيو ته چې ټاکل شوې انتخابات يې د راتلونکې نومبر مياشتې پر شپږمه وشي، يو زيات شمېر ښځې د نوماندانو په توګه ميدان ته راوتلې دي.
نور وښیئ