امريکايي ولسمشر باراک اوباما د جنورۍ په لسمه د ولسمشر په توګه د مخه ښې وينا وکړه. د جنورۍ په شلم تاريخ به د هغه پر ځای، ډونلډ ټرمپ د امريکا د ۴۵ ولسمشر په توګه سوګند وکړي.
رفسنجاني له۱۹۸۹ز کاله تر ۱۹۹۷ پورې د ایران ولسمشر پاتې شوی وو او په ۲۰۰۵ز کال کې یې د پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد په مقابله کې انتخابات بایللي ول.
د امریکا ولسمشر باراک اوباما وايي هغه پر جمهوریت د ناسمو مالوماتو خورولو او انټرنیټي غلا اثرات دومره مهم نه وو ګڼلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د پنټاګون ویاند په افغانستان کې د دې هېواد د پوځي او ملکي هڅو ستاینه وکړه...
عراقې ځواکونه د امريکا هوائي بريدونو او مليشو په ملاتړ د موصل ښار بيرته نيولو لپاره عمليات کوي. د عراق پوځي چارواکو ويلي دي چې د شام پولې سره نزدې د اسلامي دولت وسله والې ډلې تر ولکې لاندي ښارګوتو د نيولو لپاره تازه عمليات پيل کړي دی.
روس او ترکي هلې ځلې کوي چې روانه میاشت د قزاقستان په مرکز استانه کې امن مزاکرات وشي.
په دغه وخت په کلب کې د ۵۰۰ نه تر۷۰۰ پورې کسان موجود وو. وسلوال د سانټا کلاس په کالو کې راغلی وو. د ترکي وزیراعظم بینالې یلدریم وایي وسلوال د ډزو وروستو په تیښته کې بریالی شو،
د کال په لومړۍ شپه یوه وسله وال کس په استنبول کې یوه کلب ته په ورننوتو ډزې وکړې چې ګڼو کسانو ته یې مرګژوبله واړوله.
د جان کېري تر خبرو وروسته د اسراییلو وزیر اعظم بنیامین نتنیاهو په ټېلیویژني وینا کې د جان کېري خبرې وغندلې او و-یې ویل چې دی په داسې وخت کې پر اسراییلو نیوکې کوي چې سیمه د اور په لمبو کې سوځي.
روسیې، چین او پاکستان خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش نفوذ د زیاتېدو په ...
ټرمپ وايي، "ملګري ملتونه چې یوه صلاحيت لرونکې اداره ده، اوس د هغو کسانو په «کلب» بدله شوې چې سره راټول شي، خبرې وکړي او ښه وخت په کې تېر کړي."
په هغه الوتکه کې ۶۸ کسان د روسي پوځ د موسیقۍ څانګې کارکوونکي ول چې په شام کې د روسي ځواکونو لپاره د نوي کال په مناسبت د موسیقې یو پروګرام جوړولو لپاره روان ول.
نور وښیئ