د پاکستان وزير راعظم وويل په افغانستان کې له کلونو راهيسې د روانې جګړې د ختمېدو او په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره د افغان دولت او افغان طالبانو تر منځ خبرې اترې او مذاکرات تر ټولو غوره لار ده.
ولسمشر اوباما د هغو افغانو نجونو د زړورتیا ستاینه وکړه چې په دې هېواد کې له روان تشدد سره يې ښوونځي ته تګ نهدی بند کړی او تعلیم يې غوره ګڼلی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون د سېشنبې په ورځ د دغه سازمان ۷۱مه عمومي اسامبلي په شام کې د جګړې د ختمولو په غږ سره پرانیستله.
دهند پوځ د دوی تر واک لاندې کشمیر کې پر یو پوځي کېمپ د برید پر مهال د ۱۷ و پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړ. دوی وايي برید د مشکوکو وسلوالو لخول ترسره شوی او په ځوابي ډزو کې ۴ وسلوال هم وژل شوي دي.
د شام لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ستېفن دي مېستورا په هغه هېواد کې د جګړې کمېدو خبر ورکړی.
په شام کې له تېر ماښام راهيسې په رسمي ډول اوربند عملي شوی دی. په لندن کې مېشتې د شام د بشري حقونودڅارنې ادارې ويلي چې د دوشنبې په ورځ له لمر لوېدو سره سم د اوربند په خاطر د جګړې په زياترو لومړيو ليکو کې ارامي وه.
په سعودي عربستان کې ملیونونو مسلمانو د حج مراسم له پرونه راهېسې پيل کړي دي. راپورونه وايي د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو څخه یو نیم ملیونه مسلمانان سږ کال د حج لپاره ورغلي دي.
د سعودي عربستان لوی مفتي عبدالعزیز بن عبدالله ال الشیخ ویلي چې ایرانیان مسلمانان نهدي. د سعودي ...
د ازبکستان دولتي تلویزون تېر ماسخوتن (جمعه) د دې هېواد د اوږدې مودې د ولسمشر اسلام کریموف د مړینې اعلان وکړ .
رویټرز خبري آژانس د دریو ډیپلوماتیکو سرچینو له قوله په راپور کې لیکي چې د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف مړ شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري نن(دوشنبه) د بنګله دېش پلازمینې ډاکې ته ورسېد، ټاکل شوې نوموړی له بنګله دېشي چارواکو سره ...
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند نېډ پرایس د چارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو تحقیقاتي رپورټ تفصیلاتو په اړه تر خبرونو وروسته وویل، ((له دې څخه انکار اوس ناممکن دی چې شامي رژیم په بیا بیا د وسلې په توګه صنعتي کلورین، د خپلو وګړو ضد کارولی دی.))
نور وښیئ