افغان حکومت وايي له جرمني څخه د افغان پناه غوښتونکوپه زوره ويستل ورته د منلو وړ نه دى.
په انقره کې له خونړي بریده پس ترکي جنګي الوتکو د عراق شمال کې پر کردي یاغیانو بمبار کړی دی.
په لومړي عمل کې د ډېموکراټ او رېپبلېکن ګوند غړي له یو بل سره سیالي کوي چې د زیات ملاتړ په تر لاسه کولو، د خپل ګوند له خوا د ولسمشرۍ څوکۍ ته رسمي کاندید شي.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند او د برتانیا وزیراعظم ډېوېډ کیمرون پر مسکو او دمشق غږ کړی چې ((سمدستي دې)) د شام پر منځلاري اپوزیشن ((حملې ودروي.))
د دفاع مقدس په نوم یوه ایرانۍ خپرونه وايي، دا وسله وال د شام په نبل او الزهرا سیمو کې وژل شوي ول چې د مارچ پر لومړۍ او دویمې نېټه یې مړي د ایران قم ښار ته وروړل شول.
د شام لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن دیمستورا وايي، د شام د سولې خبرې د نورو دوو ورځو لپاره وځنډیدې .
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري وايي دوی نه پوهیږي چې ولې افغان کډوالو ته له یونان څخه نورو اروپايي هیوادونو ته د وتلو اجازه نه ورکول کیږي.
د امریکا ولسمشر روسيیې ته خبرداری ورکړی چې نړی د شام د اوربند په اړه د ماسکو ژمنې څاري.
امریکا او روس په شام کې د تاوتریخوالي ودرولو لپاره هغه پلان اعلان کړی چې ټاکل شوې د۲۷مې فبرورۍ له نیمې شپې څخه به یې عملي کېدل پیل شي.
د ترکي په پلازمېنه انقره کې یو سترې چاودنې اتویشت کسان وژلي او یو شپېته یې ټپي کړي دي.
ډېويډ هېډلي چې په ۲۰۱۳ کال کې د شیکاګو یوه عدالت په هغه برید د مرستې کولو په خاطر د ۳۵ کالو بند سزا ورکړې، اوس د امریکا په یوه زندان کې د خپل بند موده تېروي.
د شام ماشومانو تعلیم مبارزې المېلیهان مذون د هغه هېوادونو مننه وکړه چې د دوی کډوالو ته یې هرکلی وویلی، دا زیاتوي چې اوس یې ژوند بیرته پرځای شوی دی.
نور وښیئ