کربسټیانو رونالډو د څلورم ځل لپاره د فوټبال نړۍ تر ټولو غوره جایزه د سرو زرو توپ وګاټه.
په مصر کې د یکشنبې په ورځ او په ترکیه کې د شنبې په ورځ ترسره شویو چاودنو کې لسګونه کسان مړه او ژوبل شوي دي.
په امریکا کې د ټیکنالوژۍ څلورو لویو کمپنیو ویلي دي چې له انټرنېټه له ترهه ګرو سره تړلیو موادو لیرېکولو لپاره به په ګډه کار کوي.
د بوبرېګډال په نوم هغه امريکايي پوځي چې په ۲۰۰۹ کال کې يې افغانستان کې خپله پوسته پریښی وه، له ولسمشر براک اوباما څخه د هغه د معاف کولو غوښتنه کړې ده.
د پيټروليم صادرونکو هېوادونو سازمان ((اوپېک)) لخوا د دې خبر تر راتلو وروسته په ۱۵ دقيقو کې دننه د اومو تيلو بيې له اتو څخه تر نهو فيصدو لوړې شوې. دا ډول د يو بېرل تيلو په بيه کې ۵۰ ډالره اضافه وشوه.
د کېوبا ولس خپل مړه شوي مشر فیډل کاسترو د عقيدت پيرزینې وړاندېکولو لپاره د غونډو په تیاریانو بوخت دي.
په کیوبا کې د پخواني ولسمشر او کمیونسټ غورځنګ مشر فیدل کاسترو د مړیني له کبله ویر دي. په دغه هیواد کې د فیدل کاسترو د مړیني په خفګان کې پر حکومتي ودانیو بیرغونه نیم کښو دي او مختلف پروګرامونه ځنډول شوې دي.
د کيوبا اوسني ولسمشر او د فیدل کاسترو ورور راول کاسټرو پر سرکاري ټيلي وژن اعلان وکړ چې د ده ورور چې نژدې نيمه پييړۍ د کيوبا مشر وو ، مړ شوی دی.
که سېنټ د نيکي هېلي د ټاکنې منظوري ورکړه نو دا به پولټزر جايزه ګټونکې ليکوالې سمنتا پاور پر ځای په ملګرو ملتونو کې د امريکا رسمي سفيره شي.
ډونلډ ټرمپ د شام د شپږ کلنی جګړې په اړه وويل، پکار ده دوی په شام کې روان ليونتوب نور پای ته ورسوي.
عراقي پوځیان د دوشنبې په ورځ د اسلامي دولت ډلې یا داعش جنګیالیو پر ضد یو ځل بیا د عملیاتو په خاطر سره غونډ شول.
ماييکل فلاين تر دوو کلونو پورې د باراک اوبامه د دفاعي استخباراتو ادارې مشر وو او په ۲۰۱۴ م ميلادي کال کې څوکۍ پرېښودو ته اړ کړل شو چې وروسته يې د باراک اوبامه پر خارجه تګلاره سختي نيوکې پیل کړي.
نور وښیئ