د استنبول ګورنر دفتر وايي، چاودنه نن د سېلګرۍ په سيمه سلطان احمد ولسوالۍ کې رامنځ ته شوه چې په نتيجه کې يې ۱۵ کسان ژوبل شوی هم دي.
سعودي عرب له هغه وروسته له تهران سره خپلې سفارتي اړیکې وشلولې چې په تهران کې قهرجنو مظاهره چیانو د سعودي عرب پر سفارت برید وکړ.
سپینه ماڼۍ وایي، لومړني ثبوتونه ښي چې د شمالي کوریا د هایډروجني بم ازموینه بریالۍ نه وه.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د وسلو پر زیات کنټرول او د وسلو پر خرڅلاو د محدودیت لپاره نوي اقدامات اعلان کړل.
د مجلس وحدت المسلمين مرکزي مشر اعجاز بهشتي په خپلو څرګندونو کې پر سعودي عرب تور ولګاوه چې د ترهه ګرۍ ملاتړ کوي او په سیمه کې ترهه ګري خوروي.
نن (شنبه) سهار وختي د پاکستان پولې ته نږدې د هند په خاوره کې پر یوې پوځي اډه په ترهګر برید کې څلور بریدګر او دوه امنیتي سرتیري وژل شوي دي.
د ډېسېمبر د ۳۱مې پر شپه، په میونښ کې پولیسو د ښار اورګاډي تر ټولو مصروف تمځای خالي کړ او تر نیمې شپې یو ساعت مخکې یې ((د یوې جدي، او پېښېدونکې)) حملې ګواښ خبرداری ورکړ.
د عراق وزيراعظم حیدر العبادي د چارشنبې پر ورځ وویل چې ترکیې د عراق له شمال څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو ژمنې ته درناوی نه دی کړی.
په دوشنبه د عراق دولتي ټېلیویژن د رمادي ښار پر دولتي ودانۍ، د دولتي بیرغ هسکولو مراسم وښودل.
دا قرارداد د روانې میاشتې پر ۱۵مه په مسکو کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري او روسي ولسمشر ولادمیر پوتین تر لیدو وروسته دواړو هېوادونو په ګډه وړاندې کړ.
امریکا او روس په ګډه پر دې کار کوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د داعش پر ضد یو نوی قرارداد وړاندې کړي.
امریکايي چارواکي ادعا کوي چې د سوریې په ختیځ کې پر حکومتي ځواکونو بمباري امریکايي الوتکو نه بلکې روسي الوتکو کړې.
نور وښیئ