په دوشنبه د عراق دولتي ټېلیویژن د رمادي ښار پر دولتي ودانۍ، د دولتي بیرغ هسکولو مراسم وښودل.
دا قرارداد د روانې میاشتې پر ۱۵مه په مسکو کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري او روسي ولسمشر ولادمیر پوتین تر لیدو وروسته دواړو هېوادونو په ګډه وړاندې کړ.
امریکا او روس په ګډه پر دې کار کوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د داعش پر ضد یو نوی قرارداد وړاندې کړي.
امریکايي چارواکي ادعا کوي چې د سوریې په ختیځ کې پر حکومتي ځواکونو بمباري امریکايي الوتکو نه بلکې روسي الوتکو کړې.
جرمني د روان میلادي کال په وروستیو تېرو ۱۱ میاشتو کې شاوخوا یو میلیون پناه غوښتونکي نومونه لیکلي دي.
د سپینې ماڼۍ نه په خپله یوه ټیلي ويژني وېنا کې ولسمشراوباما د ټولې نړۍ په مسلمانانو غږ وکړ، چې سخت دریځي او د اسلامي دولت ډلې نظریه دې رد کړي او دا چې د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کې دې شامل شي
دامریکا پولیس وايي دکلفورنیا دایالت په جنوب کې لږترلږه ۱۴ کسه په ډزو وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپیان دي
د روسيې وزيراعظم ديميتري مېدوېدوف د ترکیې خلاف د بنديزونو هغه ليسټ منظور کړی چې په انقره د روسي جنګي الوتکې د ويشتلو په غبرګون کې لګول شوي دي.
دوتوغلو د ډیسېمبر پر لومړۍ نېټه پر روسیې غږ وکړ چې د خبرو لپاره دې پوځي او سیاسي لارې پرانیستې وساتي، او ټینګار یې وکړ چې د روسیې دریځ د سوریې کړکېچ د روسیې او ترکیېترمنځ پر کړکېچ اړوي.
فعالانو د پاریس په یوه مرکزي چوک کې څه باندې شل زره جوړې بوټان د هغو کسانو په استازیتوب کېښودل چې په دې مظاهره کې یې ګډون نشو کولی.
د یاودنې ده چې پاکستان د روانې میاشتې په شپږم نومبر اروپایې ملکونو سره په غیر قانوني توګه اروپایې ملکونه ته تلونکې د پاکستانیانو د واپس رالیږلو معاهده د معطلولو اعلان کړی.
ترکیه ټینګار کوي، مخکې له دې چې دغه الوتکه نسکوره کړي، په پنځو منټو کې یې لس واره روسۍ الوتکې ته خبرداری ورکړی وو.
نور وښیئ