له دې سره به په هاګ کې د جرمونو نړیوال عدالت دا اجازه لري چې د فلسطنیانو په خاوره کې د جدي جرمونو تر سره کېدو په اړه دوسیې جوړې کړي او فلسطنیان به وتوانیږي چې د اسراییل له لورې جنګي جرمونو کېدو په صورت کې مقدمې یاد عدالت
افغان ولسمشر اشرف غني په پاریس کې د چارلي هېبدو په نوم د مجلې پر دفتر ((د ترهګر برید)) په ((کلکه)) غندنه کړې ده. هلته د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیان کې د پاریس ((د وژونکي برید غنده کړې ده.))
د چارشنبې پر ورځ وسله والو په پاریس ښار کې د چارلي هیبدو مجلې په مرکزي دفتر باندي ډزو کي د دوو پولیسو په ګډون، لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل. پولیس وایي، په حمله کي دغه راز ۱۰ کسان ټپیان دي چې د پينځو حالت یې نازک ښودل شویدی.
روسیې د شام اپوزیشن ۲۸ شخصیتونو ته روانه جنورۍ میاشت مسکو ته د ورتګ بلنه ورکړې ده چې د شام د ولسمشر بشارالاسد له حکومتي چارواکو سره خبرې وکړې.
د کردستان سیمې د یزیدي چارو مسوول خیري بوزاني تېره ورځ وویل، دا قبرونه تر هغې وروسته وموندل شول چې څو ورځې مخکې پېشمرګه سرتېرو سېنجر بیرته د اسلامي دولت ډلې له وسله والو ونیوه.
پېنټاګان وايي، د دې پينځو کسانو له خوشې کېدو سره اوس په ګوانتانامو کې د بندیانو شمېر ۱۲۷ ته ښکته شو.
د مالیزیا د( ایر ایشیا ) هوايي شرکت چارواکي وايي د یکشنبې په سهار ددوی یوه مساپر وړونکې الوتکه چې ۱۶۲ کسان پکې سپاره وو ، ورکه شوې ده چې اوس یې د لټون عملیات روان دي.
ازربايجاني پوليسو په باکو کې د آزادي اروپا آزادۍ راډيو د ازربایجاني څانګې له دفتر څخه د اسنادو او کاغذاتو ټول بکسونه يووړل. کارکوونکي وايي چې د ازربايجان په سرښار باکو کې نن د څارنوالۍ د دفتر څو کسان ورننوتل چې د عدالتي فېصلې له مخې يې د د
۷۸ کلن پادري د ((ماشومانو پر ضد په پراخ ډول)) د روان تاوتریخوالي غږ وکړ او د پېښور پر سکول د هغه برید یادونه یې هم وکړه چې پکې وسله والو ۱۴۲ زده کوونکي ووژل.
ناټو ته د روسيې دايمي استازي الکساندرګروشکو وويل، د اوکراين دې اقدام د تاوتريخواليکمولو په لاره کې نور خنډونه زيات کړل.
د عراقي کردانو مشر مسعود بارزاني په سنجر ښار او نژدې سیمو کې له اسلامي دولت ډلې سره د کردي پېشمرګه ځواکونو په جګړه کې د یوې ستراتیژیکې بریا ادعا وکړه
د ازربایجان په پلازمېنه باکو کې یو عدالت حکم ورکړی دی چي د ازادې اروپا راډیو د ازبايجاني څانګې خبرياله خديجه اسماعيليا دي تر دوه مياشتو په بند کې و ساتل شي.
نور وښیئ