۷۸ کلن پادري د ((ماشومانو پر ضد په پراخ ډول)) د روان تاوتریخوالي غږ وکړ او د پېښور پر سکول د هغه برید یادونه یې هم وکړه چې پکې وسله والو ۱۴۲ زده کوونکي ووژل.
ناټو ته د روسيې دايمي استازي الکساندرګروشکو وويل، د اوکراين دې اقدام د تاوتريخواليکمولو په لاره کې نور خنډونه زيات کړل.
د عراقي کردانو مشر مسعود بارزاني په سنجر ښار او نژدې سیمو کې له اسلامي دولت ډلې سره د کردي پېشمرګه ځواکونو په جګړه کې د یوې ستراتیژیکې بریا ادعا وکړه
د ازربایجان په پلازمېنه باکو کې یو عدالت حکم ورکړی دی چي د ازادې اروپا راډیو د ازبايجاني څانګې خبرياله خديجه اسماعيليا دي تر دوه مياشتو په بند کې و ساتل شي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مېولت چاو شوهلو وايي، هېواد به یې د شام په شمال کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد په یو اړخیزه ځمکنیو عملیاتو کې ځان ښکېل نه کړي ځکه چې دا یوه غیر حقیقي کړنلار ده.
د چارشنبې پر ورځ د امریکايي ځواکونو له مرکزي کمانه په خپور شوي بیان کې راغلي، داسې ښکاري چې د ترکیې له پولې سره نېږدې دا ښار اوس هم د کرد جنګیالیو په واک کې دی.
خبري اژانسونه راپور ورکوي چې جهادیان د ګل پر ورځ د اکتوبر پر ۶مه د ښارګوټي ختیځ لوري ته د ټانکونو او موټر بمونو په کارولو سره ورننوتل.
ولسمشر اوباما په خپله وینا کې زیاته کړه چې په اوکراین کې روسي ګامونو، د سړې - جګړې پس سمسمکی یا نظم ننګولی دی.
د سکاټلېنډ بیلتونغوښتونکي ګوند سکاټیش نېشنل پارټۍ مشر الیکس سېلمنډ دا یوه لویه موقع بللې ده او وايي د سکاټ لېنډ خلک به نن د یو آزاد هېواد په حق کې فېصله وکړي.
تېره ورځ اسټرالیا وویل، د دې کیمپېن لپاره ۶۰۰ سرتېري او ۱۰ جنګي الوتکې استوي.
امریکايي ولسمشر باراک اوباما وویل، چې، اسلامي دولت وسله واله ډله نه اسلامي ده او نه دولت، بلکې دا یوه ترهګره ډله ده
تمه کېږي چې اورپايي ټولنه د دوشنبې پر ورځ د روس پر ضد د بندیزونو څلورمه څپه هم عملي کړي. اروپايي ټولنه پر روس دا بندیزونه په اوکراین کې دې هیواد د لاس وهنې له کبله لګوي.
نور وښیئ