د نړۍ شپږ قدرتونه په جينيوا کې د څو ورځنيو خبرو له يوې مشکلې لړۍ وروسته په دې بريالي شول چې د ايران د لانجمن اټومي پروګرام په اړه له دغه هېواد سره د يوې موافقې لومړي پړاو ته ورسي. د امريکا ولسمشر براک اوباما دغه پرمختګ د ايران د اټومي پروګرام د لانجې هوارولو په برخه کې د لومړي قدم په توګه ياد کړ.