اوباما وویل، چې امریکا به په نړۍ کې د جمهوریت ملاتړ وکړي او د هغو کسانو لخوا به اقدام وکړي چې د ازادۍ غوښتونکي دي .
پاکستان وړانديز کړی دی، د هند وپاک د روان کړکېچ د حل لپاره ضروري ده چې له بيانونو او تورونو ډډه وشي او د خارجه وزيرانو په کچ خبرې وشي.
لاوروف د اسد لخوا د ده په وروستۍ وينا کې شوي نوي وړاندیزونه ياد کړل او په شام کې يې اپوزيشن ته لارښوونه وکړه چې په اړه يې عکس العمل څرګند کړي:
د افغانستان ولسمشر د امريکا د څلورورځني سفر په ترڅ کې د رسمي ليدنو کتنو ترڅنګ پرون په واشنګتن کې جورج ټاون پوهنتون ته ورغي او هلته يې وينا وکړه،
د رپورټونو ترمخه له څو ورځو سختو جګړو وروسته د شام حکومت مخالفه ياغيانو د ملک په شمال غرب کې د تفتناز مهم هوايي ميدان نيولی دی.
د سرتېرو د شمېر پر مسالې سربېره تمه ده چې دواړه ولسمشران به د افغانستان د راتلونکي کال د انتخاباتو او همداراز د سولې د هڅو په اړه هم خبرې وکړي.
ویکټوریا نولېنډ باور څرګند کړ ، چې افغانستان په تیرو لسو کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړی او ویې ویل، چې افغانستان اوس یو ډیموکراټ هیواد دی
د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې د ډله ییز جنسي تېري ښکار نجلۍ ملګري په لومړي ځل په یوه مرکه کې پر پولیسو نیوکې کړې دي چې دوی خپل کار ژر نه دی کړی.
نصیر په ۲۰۰۹ز کال کې د نیویارک په ځمکلاندې اورګاډي کې د ځانمرګو حملو پلان جوړولو له پاره هم تورن دی او د دې له پاره په امریکا کې مطلوب دی.
د ملا نذیر په اړه ویل کېږي، چې له پاکستاني پوځ سره یې اوربند کړی وو او په پاکستان کې یې بریدونه نه کول.
وال سټریټ ژورنال لیکي، دواړه ولسمشران پر داسې وخت له یو بل سره ویني چې په افغانستان کې د سولې عمل نوي امېدونه ښودلي دي.
هغې په معدې کې مېکروب یا جراثیم ول. د دې له کبله د هغې په وجود کې اوبه ختمې شوې وې او یوه ورځ پر هیلري کلنټن سر وګرځېد او پرېوته.
نور وښیئ