د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د کوټې هزارګان ولې په نښه کېږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:58 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د بلوچستان په مچ ښار کې د هزاره کان کېدونکيو د وژونو پرضد په کوټه کې درنا دوام لري. له تېرو شاوخوا ۱۷ کالونو راهيسې پر هزاره ګانو بريدونو کېږي. پوښتنه دا ده چې دوی ولې په نښه کېږي؟ د مشال تر رڼا لاندې بحث کې دا او نورې پوښتنې څېړل شوې دي.

پاکستان او افغانستان کې خبریالانو ته ورپېښ چېلنجونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:17 0:00

د بې پولو خبريالانو سازمان (رپورټرز ود اوټ باډرز) د ۲۰۲۰ز کال کلني رپورټ کې ويلي چې سږکال په نړۍ کې د رسنيو ۵۰ کارکوونکي وژل شوي دي. سازمان پاکستان او افغانستان په هغو هېوادونو کې ياد کړي چې د رسنیو او خبريالانو لپاره زيات خطرناکه دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د دواړو هېوادونو خبریالانو د محدودیتونو، بندیزونو، وېرونو، وژنو او ځورونو ذکر کړی دی. د پاکستان حکومت په بیا بیا ویلي چې په هېواد کې رسنۍ تر هېڅ محدودیت لاندې نه دي. هلته وزیراعظم عمران خان ویلي چې د هېواد رسنۍ له بشپړې ازادۍ برخمنې دي. د پاکستان د شخصیو رسنیو مالکان وايي، د سوداګریزو خبرتیاوو نشتوالي له وجې یې مالي مشکلات زیات شوي او د رسنیو ځینې کارکوونکي یې له دندو ګوښه کړي او یا یې تنخاګانې ورکمې کړې دي. خو د پاکستان حکومت وايي، د رسنیو له مالکانو سره یې خبرې کړي چې ګوښه کارکوونکو ته دندې ورکړي او د نورو کارکوونکو تنخاګانې پر وخت ورکړي. له دې پرته حکومت ژمنه کړې چې د خبریالانو د تښتونو، ځورونو او وژنو قضیې څېړي او پکې ککړ کسان د قانون منګولو ته سپاري. په عین وخت کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او حکومت ټینګار کړی چې د رسنیو ازادۍ ته ژمن دی. د حکومت په وینا، د خبریالانو د وژنو په قضیو کې یې ځینې ککړ کسان نیولي او د قانون منګولو ته یې سپاري. بحث د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG