د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د پاکستان او هند ترېنګلو سفارتي اړيکو يايلې؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:24:01 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان او هند تر منځ سفارتي اړيکي له هغه وروسته زياتې ترېنګلې شوې چې نوي ډلي پر اسلام اباد ږغ وکړ چې په راتلونکې يوه اوونۍ کې دې په هند کې د خپل سفارت د غړو شمېر ۵۰ فيصده کم کړي. د هند خارجه چارو وزارت د جون پر ۲۳مه نېټه بيان کې تور ولګاوه چې د پاکستان د سفارتي عملې غړي جاسوسي کوي او له ترهګرو سره يې لاس دی. د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په غبرګون کې دا تورونه رد کړل او هند ته يې وویل چې هغه دې هم په راتلونکې يوه اوونۍ کې په اسلام اباد کې د خپلې سفارتي عملې د غړو شمېر ۵۰ فيصده کم کړي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د دې ګام پر سياسي او سفارتي ارزښت او ممکنه نتيجو د پاکستان له پخواني سفارتکار رستم شاه مومند او په اسلام اباد کې د سفارتي چارو خبريال شايق خان سره خبرې شوې دي.

د مشال تر رڼا لاندې خپرونه
د مشال تر رڼا لاندې خپرونه

د پېښورهای کورټ چیف جسټس وقار احمد سېټ په مشرۍ کې دوه کسیزه بنچ د نهې په ورځ د پوځي عدالتونو لخوا سزا شوې دوو سوو کسانو سزاګانې غیر قانوني ګرځولي دي.

له تېرو څو کلونو راهیسې د پاکستان پوځي عدالتونو د ترهګرۍ په تور شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته د مرګ او عمر قید په ګډون بېلا بېلې سزاګانې اورولې دي چې پرضد یې په ۲۰۱۸ز کال کې د هغوی خپلوانو پېښور های کورټ ته اپیلونه یووړل

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د دې فیصلې په بېلا بېلو اړخونو خبرې شوې دي.

خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:13 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


نور وښیئ

XS
SM
MD
LG