د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د پاکستان او افغانستان خبريالانو لپاره ۲۰۲۰ز کال څنګه وو؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:38 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې مو په ۲۰۲۰ز کال کې د پاکستان او افغانستان خبریالانو ته د ورپېښو چیلېنجونو او ستونزو موضوع څېړلې. په دې کال کې د دواړو هېوادونو پر خبریالانو د بریدونو ترڅنګ د هغوی د وېرونې، ځورونې او په کار کې یې د خنډونو پیدا کولو یو شمېر پېښې ثبت شوې. د خبریالانو د ساتنې کمېټۍ (کمېټي ټو پروټېکټ جرنلېسټس یا سي پي جې) په خپل تازه کلني رپورټ کې ویلي چې روان کال په نړۍ کې ۲۱ خبریالان وژل شوي. خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.

د ارمي پبلک سکول برید شپږم تلین: د وژلیو او ژوبلو زده کوونکو کورنۍ انصاف غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:31 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې مو د پېښور پر ارمي پبلک سکول د بريد شپږم تلين په اړه بحث کړی دی. د ۲۰۱۴ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه پر ښوونځي په برید کې د زده کوونکو او استادانو په ګډون ۱۴۴ کسان وژل شوي ول. د حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه. د پاکستان سپریم کورټ د پېښې پلټنې لپاره عدالتي کمېشن جوړ کړی وو چې د ۲۰۲۰ز کال په سېپټېمبر کې یې رپورټ خپور شو. په بحث کې تر برید شپږ کاله وروسته پر حالاتو او د اغېزمنو کورنیو پر دریځ او غوښتنو غږېدلي یو. په دې خپرونه کې د بشري حقونو فعال، وکيل او د پېښور ارمي پبلک سکول د برید ښکار شویو د ټولنې - شهدا فورم - مشر فضل خان اېډووکېټ، د دفاعي چارو پوه او پخوانی برېګېډییر سيد نذير او د پېښور پوهنتون د سياسياتو څانګې مشر پوهاند ډاکټر عبدالروف مېلمانه دي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG