د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

پاکستان ته د عبدالله عبدالله د سفر لاس ته راوړنې؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:33 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د افغانستان د روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له خپل لوړ پوړې پلاوي سره د پاکستان درې ورځنی سفر وکړ. هغوی د کوربه هېواد له مشرانو سره ليده کاته کړي او د دواړو هېوادونو پر دوه اړخېزه اړيکو ورسره غږېدلي دي خو افغان سولې پروسه د خبرو اترو مهم ټکۍ دی. دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت مرکچي پلاوی او طالبان له سېپټېمبر له ۱۲مې نېټې راهيسې په قطر کې په مذاکراتو بوخت دي چې پکې ځينې خنډونه رامنځ ته شوي دي. پوښتنه دا ده چې د ډاکټر عبدالله عبدالله د اسلام اباد سفر به په سولې عمل کې د شته خنډونو په ليرې کولو کې مرسته وکړای شي او که څنګه؟ د مشال تر رڼا لاندې بجث کې دا او نورې پوښتنې له کارپوهانو سره څېړل شوې دي.

د پښتنو کلتوري ورځ په پراخه کچه ولې نه لمانځل کېږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:21:56 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په کوټه کې په ۲۰۱۵زکال کې د پښتو اکېډمۍ له خوا جوړ شوي د پښتو نړيوال کنفرنس کې هرکال د سېپټېمبر ۲۳مه د پښتون کلتور ورځې په توګه د لمانځلو فيصله شوې وه. هم په دې لړ کې نن ( سېپټېمبر ۲۳) د دې ورځې په مناسبت د کوټې پښتو اکېډمۍ غونډه جوړ کړې ده. خو د دې ترڅنګ په ټولنيزو رسنيو پښتانه خپل داسې تصويرونه پورته کوي چې پکې يې کلتوري جامې اغوستې وي. په تېرو څو کالونو کې داسې ليدل شوي چې دا ورځ په خيبر پښتونخوا او افغانستان کې لږ او د بلوچستان په پښتون مېشتو سيمو کې يې زیات خلک لمانځي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د دې لاملونه څېړل شوي دي

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG