د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د خيبرپښتونخوا د ډاکټرانو، د کورمې د ځوانانو، د وزيرستان د معذورانو او د بلوچستان پښتون مېشته سيمې دوکۍ اوسېدونکيو هړتال او مظاهرې يې بېلګې دي.

پوښتنه دا ده چې له کوټې تر پېښوره د دغو مظاهرو، احتجاجونو او هړتالونو لاملونه څه دي؟

دا او ورسره تړلې نورې پوښتنې ''د مشال تر رڼا لاندې'' بحث کې د سياسي او پرمختيايي چارو پوه رفيع الله کاکړ او په پېښور کې د حکومتدارۍ او ولسي احتساب مرکز مشر انور يوسفزي سره څېړل شوې دي.

له کوټې تر پېښوره د هړتالونو او احتجاجونو لاملونه او حل لار؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:23:50 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د افغان طالبانو څلور کسيزه پلاوی د ملا برادر په مشرۍ د پاکستان سفر په سفر دی.

دا خبره د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين د اکتوبر پر دوهمه نېټه پر ټويټرپاڼه ليکې ده.

د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استاذی زلمی خليزاد هم په اسلام اباد کې دی.

د امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لورې د سېپټمر پر اوومه نېټه له طالبانو سره مذاکرات لغوه کولو وروسته دا د طالب پلاوي د سيمې د هېوادنو څلورم سفر دی.

دوی وړاندې د روسيې، ايران او چين سفرونه هم کړي دي خو د پاکستان هغه يې ځکه ډېر مهم بلل کېږي چې د افغان حکومت په ادعا، طالبان د اسلام اباد تر ډېر نفوذ لاندې دي.

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې پوښتنه راپورته کوو چې د پاکستان سفر د افغان سولې عمل کې څومره اغېزناکه کېدای شي؟

ميلمانه مو د پاکستان پخوانی سفارتکار ایاز وزير او د پاکستان د پوځ پخوانۍ افسر برېګېډيير سيد نذير دي.

د طالبانو د پاکستان سفر او د سولې خبرو راتلونکی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:24:55 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


نور وښیئ

XS
SM
MD
LG