د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د امريکا د سفر پر مهال ويلي وو چې د هېواد پوځ او استخباراتي ادارې ای اېس ای يې د القاعده په ګډون په افغانستان کې د نورو جګړه مارو ډلو روزنه کړې وه.

نوموړي دا خبره د سېپټمبر پر ۲۳ مه نېټه د امريکا څيړنيز مرکز کونسل فار فارن رېلېشنز له خوا جوړې شوې غونډه کې وکړه.

خو د نوموړي دا وينا په پاکستان کې پوښتنې راپورته کړي چې د هېواد وزيراعظم څنګه د خپل پوځ او استخباراتي ادارې په اړه داسې يوه خبره کولای شي؟

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له کارپوهانو سره دا پوښتنه څېړل شوې چې ولې عمران خان په ډاګه دومره حساسه خبره کړې او ایا دا به د هغه د حکومت او پوځ ترمنځ پر تعلقاتو څه ناوړه اغېز وکړي او که څنګه؟

د بحث ميلمانه د پاکستان د پوځ پخوانی افسر برېګېډيير سيد نذير او د پېښور پوهنتون د ايريا سټډي سېنټر پخوانی مشر ډاکټر سرفراز خان دي.

القاعده د روزلو په اړه د عمران خان د څرګندونو د هغه او پوځ پر تعلقاتو اغېز؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:20 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


په کابل کې افغان امن کانفرنس د چارشنبې پر ورځ پیل شو.

کانفرنس افغان ملي غورځنګ جوړ کړی دی چې پکې د پاکستان له غاړې پکې د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر سڼېټر عثمان کاکړ په ګډون يوشمېر فعالان ګډون کوي.

د لومړی ورځې ناستې مشري اسفنديار ولي خان وو.

دا کانفرنس په داسې حال کې جوړېږي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې ختمې شوې او په افغانستان کې بريدونه زيات شوي دي.

په دغسې حالاتو کې د سولې کانفرنس څه ارزښت لري؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په سوات کې ليکوال تعليمند خان او په کابل کې سياسي چارو پوه خوشال خليل سره څېړل شوې دي.

په اوسنيو حالاتو کې د افغان سولې کانفرنس ارزښت
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:24:53 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


نور وښیئ

XS
SM
MD
LG