د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د شهباز شريف په مشرۍ د پاکستان نوی حکومت له کومو ستونزو سره مخ دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:27 0:00

د شهباز شريف په مشرۍ د پاکستان په اوسني حکومت کې شامل ګوندونو په داسې وخت کې د اپرېل پر ۱۰مه نېټه د عدم اعتماد له لارې عمران خان له حکومته ګوښه کړی وو چې د هغه د واک د ايیني مودې پوره کېدو ته څه دپاسه يوه نيم کال پاتې وو. ځينې کارپوهان فکر کوي چې بايد پخواني اپوزیشن د تحريک انصاف حکومت پرې اېښی وای چې پنځه کلن اييني وخت يې پوره کړی وای دا ځکه چې په واک کې له راتلو سره سم به دوی ونه کولای شي چې د عمران خان له حکومت ور پاتې مشکلات په يوه نيم کال کې حل کړي. پوښتنه دا ده چې ایا په واک کې له راتلو وروسته اوسني حکومت ته دا احساس شوی چې دوی له مشکلاتو سره مخامخ دي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې له کارپوهانو پوښتل شوې دي.

پاکستان کې مياشت ليدل سياسي، مذهبي او که ساينسي مسله ده؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:56 0:00

په پاکستان کې دا ځل درې جلا، جلا اخترونه ولمانځل شول. په هغه هېواد کې هرکال د روژې، کوچني اختر او لوی اختر مياشت ليدل یوه لانجمنه موضوع وي چې په نتیجه يې اکثر پر یوه ورځ روژه نه نیول کېږي او اختر هم د ټول هېواد پر کچ پر یوه ورځ نه وي. دا چې سپوږمۍ يوه ده او د پاکستان او ګاونډیو هېوادونو ترمینځ یې جغرافیايي فاصله هم بیخي کمه ده نو بیا ولې په مختلفو سيمو کې پر مختلفو ورځو مياشت لېدل کېږي؟ د دې او نورو پوښتنو ځواب د غږ په ځای اورېدای شئ.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG