د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د بلوڅ وسله والو ډلو د زیاتېدونکو بريدونه لاملونه څه دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:41 0:00

په کراچۍ پوهنتون کې په چاودنه کې د درې چینايي وګړو په ګډون څلور کسان وژل شوي دي. بلوڅ بېلتونپالې وسله والې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي په بیان کې ادعا کړې چې د اپرېل ۲۶مې نېټې حمله يوې ځانمرګې بريدګرې وکړ. هغې ناقانونه ډلې د مبینه بریدکوونکې تصوير خپور کړی او نوم يې شاري بلوڅه عرف برمش ياد کړی دی. په بلوچستان کې په وروستيو کې پر امنيتي ځواکونو او چينايي وګړو بريدونه زیات شوي دي. پوښتنه دا ده چې د بلوڅ وسله والو ډلو د زیاتېدونکو بريدونو لاملونه څه دي او د دې د پاکستان او چين پر تعلقاتو، په تېره بیا د چين-پاکستان اقتصادي راهدارۍ پر پروژو، څه ډول اغېز شونی دی؟ دا او نورې پوښتنې په بحث کې له پوهانو سره څېړل شوې دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

پر افغانستان حملې د طالبانو حکومت او پاکستان تعلقات څومره خراب کړي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:23 0:00

د پاکستان او د طالبانو حکومت ترمینځ اړيکې تر هغه وروسته لږ څه سړې شوې چې د اپرېل پر ۱۶مه پاکستانیو ځواکونو په خوست او کونړ کې بمباري وکړه. د ځايي چارواکو او عيني شاهدانو په وينا، په دې حملو کې تر ۴۵ زیات ولسي وګړي وژل شوي او لسګونه ټپیان دي. په دې کې یې یوه بمباري په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو پر کورونو شوې وه. تر پېښې وروسته د طالبانو حکومت په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد احضار کړ او ورته يې احتجاج وکړ. اسلام اباد وروسته په بیان خپرولو سره د حملې ذکر و نه کړ البته و یې ويل چې د افغانستان د خودمختارۍ او خپلواکۍ احترام کوي. د ۲۰۲۱زکال د اګست په مياشت کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې پاکستان د افغانستان پر خاوره حملې کړې دي. تازه حملو ته په کتو سره پوښتنه پیدا کېږي چې پر افغانستان بریدونه د طالبانو حکومت او پاکستان تعلقات څومره خراب کړي؟ دا او نورې پوښتنې مو د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له کارپوهانو سره څېړلې دي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG