د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

ایا د وفاقي او خیبر پښتونخوا بجټونو کې قبایلي سیمې له پامه غورځول شوي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:34 0:00

د پاکستان وفاقي حکومت د جون پر ۱۰مه او د خيبر پښتونخوا حکومت د جون پر ۱۳مه د ۲۰۲۲-۲۳ز مالي کال لپاره د بوديجو قانوني مسودې اسمبلیو ته وړاندې کړې. د دواړو مسودو پر بېلابېلو اړخونو لا هم بحثونه روان دي. خو پر هغو بودیجو يوه نيوکه دا هم کېږي چې پکې د قبايلي ضلعو لپاره د اړتيا وړ پیسې نه دې اېښودل شوې. ايا په ریښتيا هم په بجټونو کې قبايلي ضلعې له پامه غورځول شوې دي؟ دا او نورې پوښتنې مو د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د خيبر پښتونخوا د مالیې له وزیر تیمور سليم جګړا او د صوبې په اسمبلۍ کې د اپوزيشن ګوند عوامي نېشنل پارټۍ له پارلېماني مشر سردار حسين بابک سره څېړلې دي. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.

د حکومت او وسله والو طالبانو مذاکرات به قبايلی سيمو کې تلپاتې سوله راولي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:15 0:00

په پاکستان کې د حکومت او د ناقانونه وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان ترمینځ پر روانو خبرو تاوده بحثونه روان دي. هغو مذاکراتو يوشمېر پوښتنې راپورته کړي چې پکې مهمې يې دا دي چې ایا په پایله کې به یې په سيمه کې تلپاتې سوله راشي او طالبان به له وسله والې جګړې لاس واخلي او که نه؟ دا او نورې پوښتنې مو د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور پښتين، د پاکستان د پوځ له پخواني بريګېډيير سيد نذير او د خيبر پښتونخوا حکومت له وياند علي محمد سیف سره څېړلې دي. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG