د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د حکومت او وسله والو طالبانو مذاکرات به قبايلی سيمو کې تلپاتې سوله راولي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:15 0:00

په پاکستان کې د حکومت او د ناقانونه وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان ترمینځ پر روانو خبرو تاوده بحثونه روان دي. هغو مذاکراتو يوشمېر پوښتنې راپورته کړي چې پکې مهمې يې دا دي چې ایا په پایله کې به یې په سيمه کې تلپاتې سوله راشي او طالبان به له وسله والې جګړې لاس واخلي او که نه؟ دا او نورې پوښتنې مو د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور پښتين، د پاکستان د پوځ له پخواني بريګېډيير سيد نذير او د خيبر پښتونخوا حکومت له وياند علي محمد سیف سره څېړلې دي. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.

ازادو امېدوارانو ولې د بلوچستان بلدیاتي ټاکنو کې تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:02 0:00

د بلوچستان په ۳۲ ضلعو کې د مې ۲۹مې نېټې د بلدياتي انتخاباتو نارسمي نتيجې ښيي چې ازادو امېدوارانو تر ټولو زياتې یعنې شاوخوا ۱،۸۹۰ څوکۍ ګټلې دي. په هغه صوبه کې نهه کاله وروسته بلدياتې ټاکنې شوې چې پکې د سياسي ګوندونو پرتله د خپلواکه نوماندانو بریاوو شننونکي حیرانه کړي دي. پوښتنه دا ده چې ازادو امېدوارانو ولې دومره لویه بریا ترلاسه کړې ده؟ دا او نورې پوښتنې په مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې څېړل شوې دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG