د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

اپوزیشن ولې د انتخابي اصلاحاتو مخالفت کوي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:24 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په داسې حال کې چې په پاکستان کې د عامو انتخاباتو لپاره شااوخوا دوه نيم کاله پاته شوي واکمن تحريک انصاف انتخابي اصلاحات دا وخت خپل لومړيتوب ګرځولي دي. حکومت د ټاکنو شفافيت لپاره دا اصلاحات مهم ګڼي خو حذب اختلاف يې مخالفت کوي. پوښتنه دا ده چې حکومت ولې پر اصلاحاتو زيات زور ورکوي او که وشي نو ټاکنې به ورسره رڼې شي او که څنګه؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوي دي.

قبايلي سيمو په خيبرپښتونخوا کې د شاملېدو درې کاله: ژمنې پوره شوي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:07 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان پارلمان د ۲۰۱۸ز کال د مې پر ۳۱مه نېټه په اساسي قانون کې د ۲۵ ترميم کولو سره پخوانۍ فاټا په خيبرپښتونخوا ورګډه کړې وه. د شاملېدو پر مهال د قبايلي سيمو ځینې ګوندونو، مدني فعالانو او مشرانو يې پلوي او ځینو يې مخالفت کاوه. د شاملېدو پر وخت د قبايلي سيمو له اوسېدونکي سره يوشمېر ژمنې شوې وې. اوس چې د سږکال د مې پر ۳۱مه نېټه د انضمام درې کاله پوره شوي نو پوښتنه دا ده چې ایا شوې ژمنې پوره شوې او که څنګه؟ دا موضوع د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوې ده.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG