د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

ایا د نویو قوانینو منظورۍ سره به پاکستان د اېف اې ټي اېف له خړ لېسټه ووځي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:49 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان حکومت د ناقانونه پيسو د څار نړيوال سازمان (اېف اې ټي اېف) د شرطونو پوره کولو لپاره نوې قانوني مسودې د پارلېمان غونډې ته وړاندې کړي دي. سازمان سږکال د فبرورۍ په مياشت کې اسلام اباد ته د جون تر مياشتې پورې وخت ورکړی وو چې د ناقانونه پيسو سپینولو او له ترهګرو سره د مالي مرستو مخنيوي په لړ کې دې اقدامات وکړي. خو د کورونا وايرس له وجې دغه نېټه وغځول شوه. اېف اې ټي اېف په ۲۰۱۸ز کال کې پاکستان د څار په خړ لېسټ کې شامل کړ. ایا د قوانینو منظورول به له هغه هېواد سره د اېف اې ټي اېف له لېسټه په وتلو کې مرسته وکړای شي او که څنګه؟ دا او نورې پوښتنې "د مشال تر رڼا لاندې بحث" کې څېړل شوې دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

ایا په قبایلي سیمو کې بیا وسله وال پیاوړي کېدای شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:30:47 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د اګست پر څلورمه د شمالي وزیرستان په درپه خېلو کې د اتمانزیو وزیرو جرګه وشوه چې پکې د نورو غوښتنو ترڅنګ پر امنیتي ادارو غږ وشو چې په سیمه کې دې امنیت بحال کړي. د سیمې پولیس او انتظامي چارواکي وايي، د امنیت ټینګښت ته ژمن دي او د بریدونو مخنیوي لپاره اقدامات کوي. دا جرګه پر داسې وخت شوې چې د سیمې اوسېدونکي وايي، هلته امنیتي حالات په خرابېدو دي او داسې رپورټونه دي چې په قبایلو کې وسله وال یو ځل بیا سر پورته کوي. په جولای کې په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو یو شمېر پېښې وشوې چې ورسره په ۲۰۲۰ز کال کې په سیمه کې د دې ډول بریدونو شمېر ۲۳ ته لوړ شو. د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو ډلو پر ضد عملیات پیل کړل چې له وجې یې شاوخوا ۱۰ لاکه خلک کډوال شول. پر ۲۰۱۶ز کال حکومت په سیمه کې د عملیاتو تر پای وروسته زیاتره کډوال ستانه کړل او تر یوې مودې پورې هلته د امنیت وضع ښه وه خو له تېرو څه د پاسه دوو کلونو راهیسې هلته د هدفي وژنو یو شمېر پېښې شوې دي. له شمالي وزیرستانه پرته په نورو قبایلي ضلعو کې هم پوځي عملیات شوي خو په ځینو کې یې کله نا کله بریدونه او چاودنې شوې دي. پوښتنه دا ده چې ایا واقعي په قبایلي سیمو کې وسله وال د پخوا په څېر پیاوړي کېدای شي؟ دا او له امنیت سره تړلې نورې پوښتنې "د مشال تر رڼا لاندې" د دې اوونۍ په بحث کې څېړل شوې دي. په خپرونه کې پېښور مېشتی خبریال غلام دستګیر او د قبایلو د خبریالانو ټولنې پخوانی مشر صفدر داوړ مېلمانه دي. بحث د غږ په ځای کې واورئ.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG