د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د عمران خان حکومت: کارکردګي او چېلنجونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:29:28 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې جاج اخيستل شوی چې د عمران خان حکومت او تحريک انصاف کارکردګي څه ده او له کومو چېلنجونو سره مخامخ دي.؟ مېلمانه د تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ غړی ارباب شير علي او په اسلام اباد کې خبريال او څېړونکی حسن خان دي.

د پاکستان او هند ترېنګلو سفارتي اړيکو يايلې؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:24:01 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان او هند تر منځ سفارتي اړيکي له هغه وروسته زياتې ترېنګلې شوې چې نوي ډلي پر اسلام اباد ږغ وکړ چې په راتلونکې يوه اوونۍ کې دې په هند کې د خپل سفارت د غړو شمېر ۵۰ فيصده کم کړي. د هند خارجه چارو وزارت د جون پر ۲۳مه نېټه بيان کې تور ولګاوه چې د پاکستان د سفارتي عملې غړي جاسوسي کوي او له ترهګرو سره يې لاس دی. د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په غبرګون کې دا تورونه رد کړل او هند ته يې وویل چې هغه دې هم په راتلونکې يوه اوونۍ کې په اسلام اباد کې د خپلې سفارتي عملې د غړو شمېر ۵۰ فيصده کم کړي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د دې ګام پر سياسي او سفارتي ارزښت او ممکنه نتيجو د پاکستان له پخواني سفارتکار رستم شاه مومند او په اسلام اباد کې د سفارتي چارو خبريال شايق خان سره خبرې شوې دي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG