د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

په شمالي وزيرستان کې زياتېدونکې نا امني او لاملونه؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:30:14 0:00

په دې وروستيو کې په شمالي وزيرستان کې د پوځ اود مشکوکو وسله والو ترمنځ د نښتو پېښې زیاتې شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې وار له مخه په دې سيمه کې د ضرب عضب پوځي عملياتو وروسته هدفي وژنې پیل شوې وې چې پرضد يې ځايي خلکو احتجاجونه هم کړي دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د شمالي وزيرستان د امنيت جاج اخيستل شوی دی.

په پاکستان کې په ۲۰۱۹م کال کې د اوړو او بورې د راغلي بحران په اړه د اپريل پر څلورمه نېټه ددې هېواد د پلټنو فېدرالي ادارې اېف ای اې تحقيقاتي رپورټ د هېواد سياست بيا ګرم کړ.

په رپورټ کې د واکمن تحريک انصاف مهم مشرجهانګير ترين، وفاقي وزير خسرو بختیار ورور او د مسلم ليګ قايداعظم يو مشر مونس الهي د اوړو او بورې له بحران په مالي ګټو اخيستو تورن شوي دي.

تردې وړاندې د مسلم ليګ نواز او پيپلزپارټۍ په حکومتونو کې هم ورته بحرانونه راغلي ول چې تور يې د ددې پارټیانوپه هغو سياستوالانو ولګېدی چې د اوړو او بورې کاروبارونه کوي.

د مشال راډیو په دې بحث کې هم ددې جاج اخيستل شوی چې د پاکستان سياست او د بورې او اوړو کاروبار له يو بل سره څنګه تعلق دی؟

د بحث کوروبه عبدالحی کاکړ دی.

د پاکستان سياست او د اوړو او بورې مل مالکانو اړيکې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:31:01 0:00


نور وښیئ

XS
SM
MD
LG