د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

په پاکستان کې په ۲۰۱۹م کال کې د اوړو او بورې د راغلي بحران په اړه د اپريل پر څلورمه نېټه ددې هېواد د پلټنو فېدرالي ادارې اېف ای اې تحقيقاتي رپورټ د هېواد سياست بيا ګرم کړ.

په رپورټ کې د واکمن تحريک انصاف مهم مشرجهانګير ترين، وفاقي وزير خسرو بختیار ورور او د مسلم ليګ قايداعظم يو مشر مونس الهي د اوړو او بورې له بحران په مالي ګټو اخيستو تورن شوي دي.

تردې وړاندې د مسلم ليګ نواز او پيپلزپارټۍ په حکومتونو کې هم ورته بحرانونه راغلي ول چې تور يې د ددې پارټیانوپه هغو سياستوالانو ولګېدی چې د اوړو او بورې کاروبارونه کوي.

د مشال راډیو په دې بحث کې هم ددې جاج اخيستل شوی چې د پاکستان سياست او د بورې او اوړو کاروبار له يو بل سره څنګه تعلق دی؟

د بحث کوروبه عبدالحی کاکړ دی.

د پاکستان سياست او د اوړو او بورې مل مالکانو اړيکې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:31:01 0:00


د عوامې نېشنل ګوند جرګې غوښتنې به څنګه عملي کېږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:24:23 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مارچ پر ۱۰مه نېټه په پېښور کې عوامي نېشنل ګوند د پښتون قامي جرګې په نوم ګڼ شمېر پښتانه سياسي مشران، مخور، ليکولان، خبريالان او پوهان راغونډ کړي ول. تر اوږده بحث وروسته د جرګې ګډونوال په ۲۱ غوښتنو سره سلا شول. ايا دا به عملي شي او په مخکې به يې ممکنه خنډونه څه وي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند پارلېمانې مشر سرادار حسين بابک او په پېښور کې د سياسي چارو پوه ډاکټر سرفراز خان سره څېړل شوې دي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG