د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د افغانستان د سولې په بهیر کې پاکستان رول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:27 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

"د مشال تر ړنا لاندې" بحث کې مو د امريکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ پر ۲۹مه د سولې هوکړې موضوع څېړلې ده. د سولې په بهير کې پاکستان څه رول لوبولای دی؟ په پروګرام کې مو د افغان چارو له پوهانو سره بحث کړی دی. خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.

د پاکستان ټولنیزو رسنیو قواعداو ضوابط د وينا پر ازادۍ ممکنه اغېز؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:29 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان کابينې د جنورۍ پر ۲۸مه نېټه د سټيزن پروټېکشن رولز ۲۰۲۰ م منظوري ورکړې وه. په پاکستان او نړۍ کې د بشري او انټرنيټي حقونو سازمانونو دغه رولز رد کړل او وې ويل چې ددې له مخې به په دې هېواد کې د وينا ازادي وځپل شي.د جنوبي او منځنۍ اسيا لپاره د امريکا مرستيالې وزيرې اېلس وېلز هم د سېشنبې پر ورځ پر دې حکومتي اقدام تنقيد وکړ او دا يې په پاکستان کې د اظهار ازادۍ او د ټيکنالوجۍ په برخه کې اقتصادي پرمختګ ته زيان رسونکي وبللی. دا قواعد و ضوابط د ټولنيزو رسنيو له نړيوالو ادارو څه غوښتنې کوي او ددې به په پاکستان کې د وينا پر ازادۍ څه اغېز وي؟ دا او نورې پوښتنې په لندن کې مېشت د ټولنيزو رسنيو او سياسي فعاليت پر موضوع تحقيق کوونکي ضياوالله همدرد او په اسلام اباد کې استاد حسن توري سره څېړل شوې دي. حسن توري د ټولنيزو رسنيو د يوه کارونکي په توګه خپل نظر ورکړی دی.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG