د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د مشال راډيو لسمه کليزه: د خپرونو اغېز او نيمګړتياوې؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:51:35 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نن د مشال راډیو ۱۰مه کاليزه ده. د مشال راډيو خپرونې پوره ۱۰ کاله وړاندې د ۲۰۱۰م کال د جنوري پر ۱۵مه پیل شوې. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د مشال راډیو د خپرونو پر پښتنو سيمو اغېز، نيمګړتياوې او د ښه کولو وړاندېزونه څېړل شوي دي. ميلمانه د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزيرستان استاذی محسن داوړ، له کورمې د جميعت علما اسلام فضل الرحمن ډلې د قامي اسمبلۍ غړی حاجي منير اورکزی، د جماعت اسلامي يو مشر پروفيسر ابراهيم، په سېنېټ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړی عثمان کاکړ، سياستوال افراسياب خټک، د مشال راډیو مدير داود خټک، په بنو کې د باچا خان پوهنتون استاد محب وزير، د خيبر ضلع خبريال ولي خان شنواری، د عبدالولي خان پوهنتون پخوانی استاد ضياوالله همدرد او په دبۍ کې مېشت د ټولنيزو او کلتوري چارو فعال نظار يوسفزی دي.

د پاکستان پوځي قانون ملاتړ په اړه د پاکستان اپوزيشن تر پوښتنو لاندې؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:20 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان قامي اسمبلۍ وروسته سېنېت هم د جنورۍ پر اتمه نېټه ددې هېواد د پوځي مشرانو د کاري مودو د زياتولو په اړه د حکومت له خوا وړاندې شوي قانونونو مسودې منظورې کړې.د ولسمشر تر لاسليک وروسته به قانونونه رسمي بڼه خپله کړي.اپوزيشن ګوندونو پيپلز پارټۍ، مسلم ليګ نواز او عوامي نېشنل پارټۍ په قامي اسمبلۍ او سېنېټ کې د قانونونو ملاتړ کړی چې دې خبرې ددې ګوندونو ځينې غړي او سياسي چارو پوهان حيرانه کړي دي. دغو درې واړو ګوندونو تور پورې کړی وو چې د جنرال قمر جاويد باجوه په مشرۍ پوځ د تېرکال په عامو انتخاباتو کې په داندلي کولو سره تحريک انصاف په حکومت کې راوستی وو. د اپوزيشن دغو دوو مهمو ګوندونو ملاتړ د پاکستان د سياست کوم اړخونه په ډاګه کړل؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ غړي صالح محمد، په خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د مسلم ليګ نواز غړي جمشيد خان او د مشال راډیو همکار طاهر خان سره څېړل شوې دي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG