د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

په کابل کې افغان امن کانفرنس د چارشنبې پر ورځ پیل شو.

کانفرنس افغان ملي غورځنګ جوړ کړی دی چې پکې د پاکستان له غاړې پکې د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر سڼېټر عثمان کاکړ په ګډون يوشمېر فعالان ګډون کوي.

د لومړی ورځې ناستې مشري اسفنديار ولي خان وو.

دا کانفرنس په داسې حال کې جوړېږي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې ختمې شوې او په افغانستان کې بريدونه زيات شوي دي.

په دغسې حالاتو کې د سولې کانفرنس څه ارزښت لري؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په سوات کې ليکوال تعليمند خان او په کابل کې سياسي چارو پوه خوشال خليل سره څېړل شوې دي.

په اوسنيو حالاتو کې د افغان سولې کانفرنس ارزښت
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:24:53 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


نن د سېپټمبر ۱۱ م نېټه ده او له ننه ۱۸ کاله وړاندې په دوه زره لومړي کال کې په امريکا کې ترهګرې حملې وشوې چې پکې نږدې ۳۰۰۰ ولسي وګړي و وژل شول چې ذمه واري يې نړيوالې ترهګرېډلې القاعده منلې وه.

دغو بريدونو د امريکا او نړۍ سياست بدل کړ او د ترهګرۍ په نوم يوه داسې جګړه پیل شوه چې نن هم دوام لري.

د القاعده مشران په افغانستان کې وو او هلته طالبان واکمن وو.

امريکا له طالبانو د القاعده مشر اسامه بن لادن د ورسپارلو غوښتنه وکړه خو هغو انکار وکړ او نتيجه دا شوه چې په ۲۰۰۱ م کال اکتوبر مياشت کې امريکا او ناټو پر افغانستان حمله وکړه.

د طالبانو حکومت نسکږر کړل شو او ګڼ شمېر طالبان، القاعده او نور نړيوال جنګيالي د پاکستان قبايلي سيمو ته و تښتېدل.

پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امريکا ملګری شو.

د امريکايي او ناټو ځواکونو په افغانستان کې شتون او د القاعدې او نورو مشکوکو ترهګرو په پاکستان کې پناه اخيستنه د يوې اوږدې جګړې پېلامه شوه.

په افغانستان او پاکستان کې د امنيت او سياست نوي چېلنجونو رامنځ شو چې لاهم دوام لري.

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د يوولسم سپټمبر پېښې پر پاکستان او افغانستان اغېز او او ددې جګړې راتلونکی له کارپوهانو سره څېړل شوی دی.

مېلمانه په اسلام اباد د ترهګرۍ چارو پوه ډاکټر شهريار خان او په کابل کې د سولې او شخړې مطالعاتو مرکز مرستيال حکمت اعظمي دي.

د ۱۱ سېپټمبر پېښې پر پاکستان او افغانستان اغېز او د شخړې د حل لار؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:46 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


نور وښیئ

XS
SM
MD
LG