د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

"د مشال تر رڼا لاندې" د دې اوونۍ په بحث کې مو د هند تر واک لاندې کشمیر کې پر حالاتو خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د اګست پر ۲۰مه وویل، د هند تر واک لاندې د کشمیر موضوع د انصاف نړیوال عدالت ته وړي.

نوي دلي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دې اقدام په اړه څه نه دي ویلي خو د کشمیر مسله کورنۍ موضوع بولي او وايي، پکې هېچا ته د مداخلي اجازه نه ورکوي.

د اسلام اباد او نوي دلي تعلقات د هند تر واک لاندې د کشمیر کورواکۍ ختمولو تر اقدام وروسته ترینګلي شوي دي.

دواړه هېوادونه کشمیر خپل بولي خو د ځینو برخو واک یې لري.

د اګست پر پېنځمه هندي حکومت او پارلېمان د هېواد د ایین ۳۷۰ او ۳۵ اې مادې لغوه کړې او تر خپل واک لاندې د کشمیر ځانګړی حیثیت او کورواکي یې ختمه کړه.

د کشمیر مسله څه ده؟ تاریخي تناظر یې څه دی او ایا اسلام اباد د بشري حقونو سرغړونې قضیې په جوړولو د انصاف نړیوال عدالت ته تللای شي؟

دا پوښتنې "د مشال تر رڼا لاندې" د خپرونې نننۍ موضوع ده چې پکې راسره د پېښور پوهنتون د سیاسیاتو څانګې استاد ډاکتر عبدالروف او د همدې پوهنتون د نړیوالو اړیکو د څانګې پخوانی مشر او استاد ډاکتر اعجاز خان خټک او د هندۍ ټایمز اف انډیا ورځپاڼې مدیره ارتي ټیکو سینګ مېلمانه دي.

خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

د کشمیر مسله او د انصاف نړیوال عدالت
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:54 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په قبايلي ضلعو کې د جولايي پر ۲۰ مه نېټه د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ لپاره انتخابات کېږي.

پر ۱۶ چوکيو به څه باندې ۴۰۰ کانديدان سيالي کوي.

په دې تړاو انتخاباتي کمپېن په وروستيو مرحلو کې دی. د پاکستان تر جوړېدو وروسته دا لومړۍ ځل دی چې په قبايلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ لپاره انتخابات ترسره کېږي.

ټاکنې د قبايلي سيمو د خلکو لپاره څه ارزښت لري او دا به په مجموعي توګه دد سیمې پر ټولنيز، اقتصادي او سياسي ژوند څه اغېز وکړي؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې واکدارۍ او ولسي احستاب مرکز سېنټر فار ګورنېنس اېنډ پبلک اکونټبلېټي مشر انور يوسفزی او خبريال او څېړونکی شمس مومند سره څېړل شوې دي.

د انتخاباتو د قبايلي ضلعو پر ټولنيز، اقتصادي او سياسي ژوند ممکنه اغېز؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:23:45 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG