د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

په قبايلي ضلعو کې د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ لپاره د جولايي پر ۲۰ انتخابات کېږي.

د ۱۶ چوکيو لپاره شاوخوا ۴۰۰ کانديدان سيالي سره کوي.

خو په شمالي او جنوبي وزيرستان کې حکومت دفع ۱۴۴ مه لګولې وه چې د سېشنبې پر ورځ يې اوچته کړه.

خو په عين وخت کې ددې سيمو اميدورانو شکايتونه کړي چې ځینو ته د کمپاين اجازه ورکول کېږي او د ځېنو په مخ کې خنډونه اچول کېږي.

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د قبايلي ضلعو امنيت او انتخابي هلو ځلو په اړه خبرې کوو.

خبريالان ولي خان شنواری، اقبال حسيناقبال او فاروق مسود مو مېلمانه دي.

د قبايلي ضلعو په کېدونکيو انتخاباتو کې خنډونه؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:57 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د اطلاعاتو په برخه کې د پاکستاني وزيراعظم سلاکارې ويلی چې عمران خان د کابينې په غونډه کې وړاندېز کړی چې د قامي اسمبلۍ د نيول شويو غړيو په اسمبلۍ کې د حاضرولو په قانون کې ترميم وشي.

فردوس عاشق اعوان داخبره د وزيراعظم په مشرۍ د کابينې تر غونډې وروسته د سېشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې خبریالانو ته وکړه.

دا وخت د قامي اسمبلۍ څلور غړي نيول شوي دي چې پکې د پيپلز پارټۍ مرستیال مشر اصف علي زرداري، د مسلم ليګ نواز ډلې خواجه سعد رفيق، د جنوبي او شمالي وزيرستان استازي محسن داوړ او علي وزير شامل دي.

د قامي اسمبلۍ سپیکر اصف علي زرداري او سعد رفيق د اپوزيشن په غوښتنه د قامي اسمبلۍ غونډې ته وروبلل خو محسن داوړ او علي وزير يې د درخواست سربېره حاضر نکړل.

د دې ترڅنګ د دوشنبې په شپه د اصف علي زرداري له جيو نيوز سره ځانګړې مرکه د خپرېدو پر مهال بنده کړل شوه، دغسې د رسنيو ځايي او نړيوال سازمانونه وايي چې پر دوی د حکومت مخالفه غږ نه خپرولو فشارونه دي.

دې ټولو خبرو ته په کتو سره پوښتنه راپورته کېږي چې د تحريک انصاف په واک کې تر راتلو وروسته په پاکستان کې جمهوريت او جمهوري قدرونه وده موندلې او که نه صورتحال برعکس دی؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ غړي شاهد احمد، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سنېټر عثمان کاکړ او سياسي چارو پوه قريش خټک سره څېړل شوې دي.

په پاکستان کې جمهوريت په غوړېدو او که په راغونډېدو دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:51 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG