د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

په خېبر پښتونخوا کې د ډاکټرانو او حکومت ترمنځ د روغتيا په څانګه د اصلاحاتو کولو پرسر رامنځ ته شوې لانجه په ظاهره حل شوې ده.

د مې پر ۲۱ مه نېټه د وزيراعلی محمود خان او ډاکټرانو د استاذيو ترمنځ په مذاکراتو کې دا مسيله حل شوه.

ډاکټرانو د اصلاحاتو پرضد د ټولې صوبې په هسپتالونو کې تر يوې اوونۍ پورې کاربنديز کړی وو چې تر خبرو اترو وروسته ختم شو.

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د اصلاحاتو پر مختلفو اړخونو باندې د ډاکټرانو اتحاديې مشر ډاکټر امير تاج خان، په صوباي اسمبلۍ کې د تحريک انصاف غړي فهيم احمد او د مشال راډیو خبريال غلام غوث مېلمانه دي.

ايا د خېبر پښتنوخوا صحت څانګه کې د اصلاحاتو لانجهد تل لپاره حل شوه؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:34 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

پاکستان له شواخوا يوه کال راهیسې له معاشي بحران سره مخامخ دی.

د اقتصادي کړکېچ له منځه وړلو لپاره د عمران خان په مشرۍ حکومت په تېرو ۱۰ مياشتو کې د ورځني ضروورت څيزونه زيات کړي دي.

خلک شکايت کوي چې ګراني بېخي زياتې شوې او په دې لړ کې د هېواد په مختلفو برخو کې مظاهرې هم شوې دي.

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د ګرانۍ جاج اخیستل شوی دی.

مېلمانه مو په اسلام اباد کې په يوه پېټرول پمپ کې کارکوونکی ياسر خان، د خېبر لنډيکوتل بازار يو تجار اختر علي او په اسلام اباد کې د سبزي او مېوې منډۍ يو لوی سوداګر سراج اغا دي.

درې کسان په پاکستان کې د زياتېدونکې ګرانۍ کیسه کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:30 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG