د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د جمهوريت او ازاديو په اړه امريکا مېشتې یوې غير سرکاري ادارې فريډم هاوس په یوه تازه رپورټ کې پاکستان په هغو ۶۸ هېوادونو کې یاد کړی چې پکې سياسي حقونه او شهري ازادۍ کمزوري شوې دي.

ادارې دا رپورټ د فبرورۍ پر پنځمه په داسې حال کې خپور کړی چې وار له مخه په پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونه، مدني فعالان او د بشري حقونو سازمانونو تور پورې کوي چې په دې هېواد کې رسنۍ، ځینې ګوندونه او د حقونو لپاره مبارزه کوونکي سازمانونه له محدديتونو سره مخامخ دي.

په دوی کې يو هم پښتون تحفظ موومېنټ دی چې هم د سېشنبې پر ورځ يې د مظاهرې پر مهال په اسلام اباد کې يو شمېر غړي نيول شوي دي.

دا غورځنګ له تېر يو کال راهيسې د خپلو يو شمېر غوښتنو لپاره جلسې جلوسونه کوي او پر دې مهال مشران او غړي جېلونو ته اچول شوي او وژل شوي دي.

په پاکستان کې د سياسي حقونو او شهري ازاديو تر څنګ خپله د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې، فعاليتونه او محدويتونه د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړو.

مېلمانه مو د پاکستان پوځ پخوانی چارواکی برېګېډيير سيد نذير او پښتون ژغورنې غورځنګ يو فعاله غړی شهباز خان ستورياني دي.

پاکستان کې سياسي او شهري حقونو وضعيت او د پښتون ژغورنې غورځنګ هلې ځلې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:00 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان او افغانستان ترمنځ تورخم او نورې لارې زياتره وخت و تړل شي او بيا پرانېستل شي.

سوداګر وايي چې هم له دې کبله د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ کچه راکمه شوې ده.

ددې ترڅنګ دواړو غاړو ته مېشت پښتانه شکايت کوي چې د لارو تړل کېدو د دوی خپلمنځی تګ راتګ له خنډ سره مخامخ کړی دی.

خو د جنورۍ پر ۲۸ مه د پاکستان وزيراعظم عمران خان پر ټويټر پاڼه وليکل، امر يې کړی چې د پاکستان او افغانستان پر سرحدي کرښه د تورخم دروازه باید ۲۴ ګنټې پرانيستې وي.

پاکستاني وزیر اعظم دا ګام "د دواړو وروڼو هېوادونو د دوه اړخیزو سوداګرۍ په غوړېدو او د خلکو ترمنځ د ورورلۍ اړیکو په پیاوړيکېدو کې مهم بللی دی."

خو پر دې اعلان عمل شوی او دا سوداګرۍ او ولسي تړون ته څومره ګټه رسولی شي؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د خېبرپښتونخوا د سوداګرو اتحاديې مشر زاهد شنواري او په جلال اباد کې مدني فعال ډاکټر اسدالله خالېز سره څېړل شوې دي.

په لارو کې د خنډونو د پاکسان او افغانستان پر سوداګرۍ او ولسي تړون اغېز
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:24:57 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG