د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

هر کال د فبرورۍ پر ۱۳ د راډيو نړيواله ورځ لمانځل کېږي. د سږکال د دې ورځې موضوع خبرې اترې، زغم او سوله ده.

په نړۍ کې په رسنيو کې ورځ تر بلې پرمختګونه او بدلونونه راځي خو راډيو يوه داسې منبع ده چې نن هم د نړۍ په ګوټ ګوټ کې اورېدول کېږي.

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د راډيو نړيوالې ورځې په مناسبت د پښتنو په وطن کې د راډيو پر ارزښت او د دې منبع له لارې پر راغليو بدلونونو خبرې شوې دي.

ميلمانه یې خبريالان او څېړونکي اورنګزيب خان، صفدر داوړ او جهانزيب خان دي.

د راډیو نړيواله ورځ او د پښتنو په وطن يې اغېز؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:15 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د جمهوريت او ازاديو په اړه امريکا مېشتې یوې غير سرکاري ادارې فريډم هاوس په یوه تازه رپورټ کې پاکستان په هغو ۶۸ هېوادونو کې یاد کړی چې پکې سياسي حقونه او شهري ازادۍ کمزوري شوې دي.

ادارې دا رپورټ د فبرورۍ پر پنځمه په داسې حال کې خپور کړی چې وار له مخه په پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونه، مدني فعالان او د بشري حقونو سازمانونو تور پورې کوي چې په دې هېواد کې رسنۍ، ځینې ګوندونه او د حقونو لپاره مبارزه کوونکي سازمانونه له محدديتونو سره مخامخ دي.

په دوی کې يو هم پښتون تحفظ موومېنټ دی چې هم د سېشنبې پر ورځ يې د مظاهرې پر مهال په اسلام اباد کې يو شمېر غړي نيول شوي دي.

دا غورځنګ له تېر يو کال راهيسې د خپلو يو شمېر غوښتنو لپاره جلسې جلوسونه کوي او پر دې مهال مشران او غړي جېلونو ته اچول شوي او وژل شوي دي.

په پاکستان کې د سياسي حقونو او شهري ازاديو تر څنګ خپله د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې، فعاليتونه او محدويتونه د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړو.

مېلمانه مو د پاکستان پوځ پخوانی چارواکی برېګېډيير سيد نذير او پښتون ژغورنې غورځنګ يو فعاله غړی شهباز خان ستورياني دي.

پاکستان کې سياسي او شهري حقونو وضعيت او د پښتون ژغورنې غورځنګ هلې ځلې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:00 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG