د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د پاکستان سپريم کورټ، جنرال قمر باجوه او د عمران خان حکومت راتلونکی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:26 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې ددې جاج اخلو چې که سپريم کورټ د جنرال باجوه په حق يا مخالفت کې فيصله ورکړي خو ددې ټول عمل به د عمران د حکومت پر راتلونکې څه اغېز وکړي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له قانون پوه نورعالم خان اېډوکېټ،د سياسي چارو پوه ډاکټر سرفراز خان او د مشال راډیو مدير داود خټک سره څېړل شوي دي.

د پاکستان سپريم کورت ددې هېواد د پوځ مشر د کاري مودې غځولو د مقدمې اورېدنه کوي.

عدالت بايد د جنرال قمر جاويد باجوه د کاري مودې تر درې کالونو پورې د غځولو د مقدمې فيصله ژر تر ژره وکړي ځکه چې ټاکل شوې ده چې هغه به د نومبر پر ۲۹مه تقاوت يا ريټاير کېږي.

د نومبر پر ۲۶مې چې کله د مقدمې لومړی اورېدنه وشوه او چيف جسټس د جنرال باجوه ملازمت تر درې نورو کالونو پورې د غځولو په اړه د حکومت فرمان وځنډاوو په دې هېواد کې سياسي بحث تود شوی دی.

کارپوهان دې ته يوازې د يوه پوځی مشر د ملازمت دورې غځولو نه بلکې د تحريک انصاف د حکومت د راتلونکې په تناظر کې هم ګوري.

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې ددې جاج اخلو چې که سپريم کورټ د جنرال باجوه په حق يا مخالفت کې فيصله ورکړي خو ددې ټول عمل به د عمران د حکومت پر راتلونکې څه اغېز وکړي.

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له قانون پوه نورعالم خان اېډوکېټ، د سياسي چارو پوه ډاکټر سرفراز خان او د مشال راډیو مدير داود خټک سره څېړل شوي دي.

د پاکستان سپريم کورټ، جنرال قمر باجوه او د عمران خان حکومت راتلونکی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:26 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


نور وښیئ

XS
SM
MD
LG