د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د پاکستان او اپوزيشن ګوندونو د جميعت علما اسلام په مشرۍ د حکومت پر ضد د ازادۍ په نوم اسلام اباد ته لاريون پیل کړی دی.

ټاکل شوې ده چې دغه لاريون به د اکتوبر پر ۳۱ مه نېټه اسلام اباد ته رسېږي.

اپوزيشن له وزيراعظم عمران خان څخه د استعفی ترڅنګ د نوو شفافو انتخاباتو غوښتنه کوي.

له کراچۍ پیل شوی دغه لاريون د اکتوبر پر ۳۰ مه نېټه لاهور ته ورسېد.

د جمیعت علما اسلام په دې لاريون کې د پاکستان مسلم ليګ نواز، پيپلز پارټۍ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او عوامي نېشنل پارټۍ پلویان یې هم ملګري دي.

پوښتنه دا ده چې له تېرو درې ورځو راهيسې روان دې لاريون ايا حکومت وارخطا کړی او دا به حکومت استعفی ته اړ باسي او که څنګه؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د عوامي نېشنل ګوند پخواني سېنېټر نبي بنګش، په قامي اسمبلۍ کې د تحريک انصاف غړی ارباب شير علي او خبريال او څېړونکی محمود جان بابر سره څېړل شوي دي.

ایا د اپوزيشن لاريون د پاکستان حکومت اسعتفی ته اړ اېتلی شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:03 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


عمران خان
عمران خان

د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ته ښه راغلاست.

په دې خپرونه کې په پاکستان کې د اپوزېشن ګوندونو د حکومت پرضد احتجاج موضوع څېړلې شوې ده.

د خپرونې کوربه ګل ایاز دی.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:54 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


نور وښیئ

XS
SM
MD
LG