د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

په پاکستان کې د جولايي پر ۲۵ مه ټولټاکنې کېدونکې دي چې لپاره يې بېلا بېلو ګوندونو او کانديدانو هلې ځلې پیل کړي دي.

دا به لومړی ځل وي چې په پخوانۍ فاټا کې په داسې حال کې انتخابات ترسره کېږی چې دا سيمه د ۳۱ م اييني ترميم له مخې د خېبر پښتونخوا برخه ګرځول شوې ده.

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پخوانيو قبايلی سيمو د ټاکنيز بهير جاج اخیستل شوی دی.

خبريالان صفدر داوړ د جنوبي او شمالي وزيرستان، صاحبزاده بهاوالدين د باجوړ او مومندو، علي افضل افضال د کورمې او اورکزو او اسلام ګل اپرېدي د خېبر پر ټاکنيز بهير رڼا اچولې ده.

په پخوانۍ فاټا کې انتخابي منظر نامه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:42 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په پاکستان کې د جولايی پر ۲۵ مه نېټه د کېدونکيو ټولټاکنو لپاره کمپاين پیل شوی دی او ګوندونو د خپلو اميدورانو فهرستونه ته حتمي بڼه ورکړې ده.

اميدورانو له انتخابي کميشن سره د نامزدګۍ کاغذان هم جمع کړي دي.

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې نن د خېبر پښتونخوا د انتخابي منظرنامې جاج اخستل شوی دی چې ګوندونو د کانديدانو په ټاکلو کې له شفافيته کار اخيستی دی او کوم کوم ګوندونه له يو بل سره په ممکنه توګه انتخابي اتحادونو کولی شي.؟

مېلمانه په پېښور د مشال راډیو خبريال خالد خان او د جيو ټيليويژن د پېښور څانګې مشر محمود جان بابر دي.

په خېبر پښتونخوا کې د ټاکنو لپاره لې ځلې او ممکنه انتخابي اتحادونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:27 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG