د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د افغانستان د سولې بهير لپاره د امريکا بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليزاد د پاکستان د سفر پر مهال د هغه هېواد له لوړپوړیو چارواکیو سره لېده کاته کړي دي.

اسوشیېټېډ پرېس خبري اژانس ليکي، په عين وخت کې د طالبانو د قطر دفتر څلور استازي شهاب الدين دلاور، ضياء الرحمن مدني، سهيل شاهين او سلا حنفي هم د سېشنبې پر ورځ پاکستان ته رسېدلي دي. خو يوه پاکستاني چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط اژانس ته ويلي چې د طالبانو د استازيو د پاکستان سفر شخصي دی.

زلمي خليلزاد د نومبر په مياشت کې له دغو طالب استازيو سره د طالبانو د قطر په دفتر کې ليدلي وو خو امريکا ددې لېدنې نه تصديق او نه هم ترديد کړی دی.

بلخوا هم د سېشنبې پر ورځ د پاکستاني پوځ عامه اړيکو ادارې ای اېس پي ار مشر مېجر جنرل اصف غفور د بهرنيو هېوادونو خبريالانو ته ويلي چې پر طالبانو د پاکستان د نفوذ په خبره کې له مبالغې کار اخيستل شوی دی خو البته و یې ويل چې اسلام اباد په وار وار طالبانو ته ويلي چې د سولې په بهير کې دې ګډون وکړي.

د خليلزاد او طالبانو پر يوه وخت په پاکستان کې شتون او هم په دې ورځ د پاکستان د پوځ د وياند دا خبره چې پر طالبانو د اسلام اباد د نفوذ په خبره کې له مبالغې کار اخيستل شوی دی، دا پوښتنه راپورته کوي چې ايا پاکستان په رښتيا هم د افغانستان په سولې پروسه کې محدوده رول لوبولی شي او که نه د سياسي تکتک له مخې دا خبره کوي.؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په لندن کې مېشت خبريال سميع يوسفزي او په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ پخوانی افسر برېګېډيير سيد نذير سره څېړل شوې دي.

خليزاد او طالب استاذيو د پاکستان سفر او سولې بهير کې د اسلام اباد رول؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:24:54 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

خېبر پښتونخوا حکومت د پخوانۍ فاټا په صوبه کې د ورګډولو د اصلاحاتو عملي کولو لپاره يوه کمېټۍ جوړه کړې ده.

د سېشنبې ماښام په پېښور کې خبري غونډې ته د وينا پر مهال د صوبايي حکومت وياند اجمل وزير وويل چې د کمېټۍ مشري به صوبايي وزير عاطف خان کوي. قبايلي سيمې روان کال د مې پر ۳۰ مه نېټه د اييني ترمېم له مخېپه خېبر پښتونخوا ګډې کړل شوې خو لاهم يې د صوبې په انتظامي چوکاټ کې په راتلو کې ستونزې دي. تردې وړاندې وزيراعظم عمران خان هم د اصلاحاتو د ګړندي کولو لپاره يوه کاري ډله جوړه کړې وه.

خو پوښتنه دا ده چې ولې حکومت د پخوانۍ فاټا د خېبرپښتونخوا په انتظامي چوکاټ کې د ورګډولو لپاره پر کمېټۍ کمېټۍ جوړوي.؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له اوکزو د قامي اسمبلۍ غړي حاجي منير اورکزي او په پېښور کې د حکومتدارۍ او د ولسي احتساب غير حکومتي ادارېسېنټر فار ګورنېنس اېنډ پبلک اکاږنټطبلېټي مشر انور يوسفزي سره څېړل شوې دي.

حکومت ولې د قبايلي سيمو اصلاحاتو عملي کولو په اړه پر کمېټۍ کمېټۍ جوړوي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:13 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG