د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لورې د ۲۰۱۸م کال په خپل لومړي ټويټ کې پر پاکستان تر نيوکو وروسته د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ د لفظونو جګړه تېزه شوې ده.

ولسمشر ټرمپ ليکلي وو چې امريکا په تېرو ۱۵ کلونو کې په احمقانه توګه پاکستان ته ۳۳ اربه ډالر ورکړي خو هغوی په ځواب کې هیڅ نه دي کړي بلکې دروغ يي ويلي او دوکه يې ورکړې ده.

له دې وروسته د سېشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ کې د قامي سلامتيا کمېټۍ له بیړنۍ غونډې وروسته په خپاره شوي بيان کې ويل شوي چې امريکا دې په افغانستان کې د مشترکې ماتې مسولیت پر پاکستان نه اچوي.

خو هم د سېشنبې په ورځ د سپينې ماڼۍ وياندې ويلي وو چې امريکا غواړي پاکستان د ترهګرۍ ضد په جګړه کې نور اقدامات وکړي او داسې ښکاري چې واشنګټن به پر اسلام اباد د فشار راوړلو لپاره په راتلونکو دوو ورځو کې ځانګړي اقدامات اعلان کړي.

هم هلته بيا په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نيکي هېلې ويلي دي چې پاکستان له کلونو راهیسې دوه مخې لوبه کړې او د امریکا نوې ادارې ته دا لوبه د منلو نه ده، ځکه یې دې هېواد ته د مرستو ورکول ځنډولي.

د امريکا او واشنګټن ترمنځ په دې وروستيو کې اړيکې لږ څه سمې شوې وې خو د اوسنيو تورونو او ځوابي تورونو بيا تعلقاتو ته ټکان رسولی.

پوښتنه دا ده چې د امريکايې ولسمشر او نورو چارواکيو تازه څرګندونې د پاکستان او افغانستان پر حالاتو څه اغېز کولی شي.؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پاکستاني پوځ له پخواني چارواکي برېګېډيير سيد نزير او په کابل کې افغان څېړونکي بلال سروري سره څېړل شوې دي.

د پاکستان او افغانستان پر وضعيت د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو اغېز؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:08 0:00

د چارشنبې په ورځ د پاکستان پېپلز پارټۍ د پخوانۍ مشرې بېنظير بوټو لسم تلین و لمانځل شو.

نوموړې لس کاله وړاندې د پنډۍ ښار په لياقت باغ کې په ترهګر بريد کې وژل شوې وه.

د دې تر مرګ وروسته په پاکستان کې ټولټاکنې وشوې چې په نتيجه کې يې پيپلز پارټۍ حکومت جوړ کړ.

خو په ۲۰۱۳ م کال کې بيا انتخابات وشول چې پکې پيپلز پارټۍ ماتې وخوړله.

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې دا پوښتنه راپورته شوې چې د بېنظير بوټو تر مرګ وروسته د پاکستان پر سياست او په ځانګړې توګه پر پيپلز ګوند څه اغېز شوی دی؟

ميلمانه مو د پيبلز پارټۍ يو مشر سيد مظفر شاه او خبريال شميم شاهد دي.

د پاکستان او پيپلز پارټۍ سياست د پېنظير بوټو تر مرګ وروسته؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:21:50 0:00

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG