د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د پاکستان ۱۷۰۰ ديني عالمانو فتوا ورکړې چې ځانمرګی بريد حرام دی.

دا فتوا په يوه کتابي شکل کې ورکړل شوې چې د سېشنبې په ورځ يې د پاکستان ولسمشر ممنون حسين په اسلام اباد اسلامک پوهنتون کې د يوې دستورې پر مهال پرانسته وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان او افغانستان د ترهګرۍ او تندلاريتوب ښکار دي.

تر دې وړاندې هم يوشمېر عالمانو ځانمرګي بريدونو حرام ګرځولي ول خو دا لومړی ځل دی چې د پاکستان رياست يې په رسمي توګه د دې تازه فتوا ملاتړ کوي.

خو پوښتنه دا ده چې له دې سره به په پاکستان کې د ترهګرۍ او تندلاريتوب مخه و نيول شي؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د اسلام اباد اسلامک يونيورسټۍ مشر ډاکټر معصوم ياسينزي، د ترهګرۍ او تندلاريتوب د چارو څېړونکي ډاکټر شهريار، ديني عالم مفتي فضل منان او د پېښور پوهنتون شيخ زاهد اسلامک سېنټر مشر دوست محمد سره څېړل شوي دي

د ځانمرګو بريدونو پر ضد فتوا به دترهګرۍ مخه و نيسي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:32 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په بلوچستان کې د سردار ثناءالله زهري د وزيراعلی له څوکۍ تر استعفا ورکولو وروسته د نوي کانديد لپاره هلې ځلې تېزې شوې دي.

نوموړي د سېشنبې په ورځ له هغه وروسته استعفا ورکړه چې په ګوند مسلم ليګ کې يې د اسمبلۍ ځېنو غړيو بغاوت وکړ.

د نوموړي پرضد په اسمبلۍ کې د نه اعتماد قرارداد راوړل شو خو ثناءالله زهري تر دې له مخه استعفا وکړه.

داوخت مسلم ليګ ن د وزيراعلی لپاره د نوي کانديد پر ټاکلو بحثونه کوي.

ددې ترڅنګ اتحادي ګوندونه پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او نېشنل ګوند هم پر خپله تګلاره کار کوي.

پوښتنه دا ده چې په بلوچستان کې ممکنه سياسي منظرنامه څه کېدلی شي؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوې دي.

په صوباي اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ غړی او پخوانی وزير عبدالله بابت، د جميت علما اسلام فضل الرحمن ډلې د اسمبلۍ غړی حاجي عبدالمالک کاکړ، د مسلم ليګ نواز ډلې بلوچستان وياند جان محمد اڅکزی او خبريال سيد علي شاه د بحث ميلمانه دي.

د ثناوالله زهري تر استعفا وروسته د بلوچستان ممکنه سياسي منظرنامه؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:32 0:00

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG