د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

په بلوچستان کې د سردار ثناءالله زهري د وزيراعلی له څوکۍ تر استعفا ورکولو وروسته د نوي کانديد لپاره هلې ځلې تېزې شوې دي.

نوموړي د سېشنبې په ورځ له هغه وروسته استعفا ورکړه چې په ګوند مسلم ليګ کې يې د اسمبلۍ ځېنو غړيو بغاوت وکړ.

د نوموړي پرضد په اسمبلۍ کې د نه اعتماد قرارداد راوړل شو خو ثناءالله زهري تر دې له مخه استعفا وکړه.

داوخت مسلم ليګ ن د وزيراعلی لپاره د نوي کانديد پر ټاکلو بحثونه کوي.

ددې ترڅنګ اتحادي ګوندونه پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او نېشنل ګوند هم پر خپله تګلاره کار کوي.

پوښتنه دا ده چې په بلوچستان کې ممکنه سياسي منظرنامه څه کېدلی شي؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوې دي.

په صوباي اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ غړی او پخوانی وزير عبدالله بابت، د جميت علما اسلام فضل الرحمن ډلې د اسمبلۍ غړی حاجي عبدالمالک کاکړ، د مسلم ليګ نواز ډلې بلوچستان وياند جان محمد اڅکزی او خبريال سيد علي شاه د بحث ميلمانه دي.

د ثناوالله زهري تر استعفا وروسته د بلوچستان ممکنه سياسي منظرنامه؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:32 0:00

د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لورې د ۲۰۱۸م کال په خپل لومړي ټويټ کې پر پاکستان تر نيوکو وروسته د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ د لفظونو جګړه تېزه شوې ده.

ولسمشر ټرمپ ليکلي وو چې امريکا په تېرو ۱۵ کلونو کې په احمقانه توګه پاکستان ته ۳۳ اربه ډالر ورکړي خو هغوی په ځواب کې هیڅ نه دي کړي بلکې دروغ يي ويلي او دوکه يې ورکړې ده.

له دې وروسته د سېشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ کې د قامي سلامتيا کمېټۍ له بیړنۍ غونډې وروسته په خپاره شوي بيان کې ويل شوي چې امريکا دې په افغانستان کې د مشترکې ماتې مسولیت پر پاکستان نه اچوي.

خو هم د سېشنبې په ورځ د سپينې ماڼۍ وياندې ويلي وو چې امريکا غواړي پاکستان د ترهګرۍ ضد په جګړه کې نور اقدامات وکړي او داسې ښکاري چې واشنګټن به پر اسلام اباد د فشار راوړلو لپاره په راتلونکو دوو ورځو کې ځانګړي اقدامات اعلان کړي.

هم هلته بيا په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نيکي هېلې ويلي دي چې پاکستان له کلونو راهیسې دوه مخې لوبه کړې او د امریکا نوې ادارې ته دا لوبه د منلو نه ده، ځکه یې دې هېواد ته د مرستو ورکول ځنډولي.

د امريکا او واشنګټن ترمنځ په دې وروستيو کې اړيکې لږ څه سمې شوې وې خو د اوسنيو تورونو او ځوابي تورونو بيا تعلقاتو ته ټکان رسولی.

پوښتنه دا ده چې د امريکايې ولسمشر او نورو چارواکيو تازه څرګندونې د پاکستان او افغانستان پر حالاتو څه اغېز کولی شي.؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پاکستاني پوځ له پخواني چارواکي برېګېډيير سيد نزير او په کابل کې افغان څېړونکي بلال سروري سره څېړل شوې دي.

د پاکستان او افغانستان پر وضعيت د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو اغېز؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:08 0:00

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG