د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

بحث: د نړيوالو نيوکې او د پاکستان غبرګون
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:23:18 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

پر پاکستان د ځينو هېوادونو دا نيوکې ډېرې شوې چې دغلته وسله والې ډلې ځای لري. اسلام اباد دا تورونه ردوي. نن د مشال تر رڼا لاندې بحث کې پر دې غږيږو چې ايا رښتيا هم د پاکستان امنيتي ځواکونو د ترهګرو پر ضد څه نه دې کړي او کنه بهرنۍ پاليسې يې دومره خرابه ده چې نړيوال نه شي قانع کولی. د بحث کوربه بشير ګواښ او مېلمانه يې افراسياب خټک او اسد منير دي.

د افغانستان او جنوبي اسيا په اړه د امريکا د نوې تګلارې په غبرګون کې پاکستان ويلي چې هېواد يې د ترهګرۍ ضد جګړه کې ډېرې قربانیانې ورکړې خو په پاليسې کې دا خبره له پامه غورځول اسلام اباد مايوسه کړی دی.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سېشنبې په ورځ د خپلې انتظاميې د نوې تګلارې د اعلان پر وخت ويلي وو چې واشنګټن په اربونه ډالر پاکستان ته ورکړې خو اسلام اباد هم هغو ترهګرو ته پناه ورکړې چې امريکا يې پرضد جګړه کوي.

له دې يوه ورځ وروسته د امريکا بهرنيو چارو وزير رېکس ټېلرسن په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل چې که پاکستان خپله تګلاره بدله نکړي نو ښايي د واشنګټن له له خوا ورکېدونکيو مراعاتو محرومه شي.

د افغانستان او جنوبي اسيا په اړه د ټرمپ انتظاميې نوې تګلارې پر پاکستان فشار زيات کړی دی.

پوښتنه داده چې ايا دا به اسلام اباد او واشنګټن د محازارايي پر لور بوزدي او که څنګه؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په اسلام اباد کې د دفاعي چارو پوه بريګېډيير سيد نزير، په پراګ کې د مشال راډيو انګريزي څانګې خبريال او څېړونکی ابوبکر صديق او د پاکستان او افغانستان له يو شمېر نور پوهانو سره بحث شوې دي.

د افغانستان په اړه د ټرمپ انتظاميې تګلارې د اسلام اباد او واشنګټن پر اړيکو اغېز
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:42 0:00

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG