د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د پاکستان په سياست کې دا وخت توده موضوع د قامي اسمبلۍ د غړې عایشه ګلالۍ هغه تور دی چې پر تحريک انصاف او ددې ګوند پر مشر عمران خان يې لګولی دی.

نوموړې د سېشنبې په ورځ له تحريک انصاف د وتلو اعلان وکړ او وې ويل چې په دې ګوند کې د ښځو عزت خوندي نه دی.

خو د تحريک انصاف مشرانو دا تورونه بې ځايه بللي دي.

خو له دې سره يوه بله پوښتنه راپورته کېږي چې آیا په مجموعي توګه د پاکستان په ټولو ګوندونو کې د ښځو غږ څومره اورېدول کېږي او د هغوي څومره درناوی کېږي.؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د ښځو د حقونو فعالي او د عورت فاونډیشن ځېبر پښتونخوا څانګې مشرې صايمه منير، د عوامي نېشنل ګوند يوې مشرې کاميله مياخیل او د تحريک انصاف د خېبر پښتونخوا د ښځو سازمان مشرې ډاکټر سميره شمس سره څېړل شوي دي.

د پاکستان په سياسي ګوندونو کې دښځو غږ څومره اورېدول کېږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:24:52 0:00

د پاکستان په سياسي ګوندونو کې دښځو غږ څومره اورېدول کېږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:24:52 0:00

د پاکستان په ټولو ګوندونو کې د ښځو غږ څومره اورېدول کېږي او د هغوي څومره درناوی کېږي.؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د ښځو د حقونو فعالي او عورت فاونډیشن مشرې صايمه منير، د عوامي نېشنل ګوند يوې مشرې کاميله مياخیل او د تحريک انصاف د خيبر پښتونخوا د ښځو سازمان مشرې ډاکټر سميره شمس سره څېړل شوي دي

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG