د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د پاکستان په پارلېمان کې د قبايلي سيمو استازيو د سېشنبې په ماښام ددې هېواد نوي ټاکل شوي لوموړي وزير سره لیدلي او له هغه يې د فاټا اصلاحاتي رپورټ د منظورولو غوښتنه کړې ده.

دا لومړۍ ځل دی چې په سېنټ کې د فاټا پارلېماني غړيو د پاکستان له نوي ټاکل شوي وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره ملاقات کړی دی.

فاټا اصلاحاتي رپورټ چې د پخواني وزيراعظم نوازشريف کابينې منظور کړی وو خو بيا وروسته د ځنډ ښکار شو.

د فاټا پارلېماني غړي، سياسي ګوندونه او مدني ټولنې سازمانونه لا هم په دې اړهاحتجاج کوي خو پوښتنه دا ده چې ايا د وزیراعظم له بدلېدو سره به د فاټا اصلاحاتي رپورټ منظور او عملي شي او که څنګه؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له سنېټر سجاد توري، له باجوړه د قامي اسمبلۍ پخواني غړي اخوندزاده چټان او د فاټا وکيلانو سازمان يو مشر اعجاز مومند سره څېړل شوې دي.

ایا د پاکستان نوی وزيراعظم به د فاټا اصلاحاتو منظوري ورکړی شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:12 0:00

ایا د پاکستان نوی وزيراعظم به د فاټا اصلاحاتو منظوري ورکړی شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:12 0:00

ايا د وزیراعظم له بدلېدو سره به د فاټا اصلاحاتي رپورټ منظور او عملي شي او که څنګه؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له سنېټر سجاد توري، له باجوړه د قامي اسمبلۍ پخواني غړي اخوندزاده چټان او د فاټا وکيلانو سازمان يو مشر اعجاز مومند سره څېړل شوې دي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG