د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د جان مک کېن په مشرۍ د امريکايي سناتورانو يو پلاوي د اسلام اباد او کابل سفرونه ترسره کړي او د دواړو هېوادونو له ولسي او پوځي مشرانو سره د ترهګرۍ په ګډون پر يو شمېر نورو اړوندو چاروغږېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د ډونلډ ټرمپ انتظاميه به د افغانستان په اړه خپله نوې تګلاره په روانه مياشت (جولايي) کې اعلان کړي.

پوښتنه داده چې د مهمو امريکايي سناتورانو سفر او د دواړو هېوادونو له چارواکيو سره شوې خبرې اترې به ايا په اعلانېدونکې تګلاره کې خپل څرک جوت کړي او که څنګه؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پاکستان له پخواني سفارتکار اياز وزير او په کابل کې د شخړو او سولې مطالعاتو مرکز څېړونکي حکمت الله اعظمي سره بحث شوې دي.

د افغانستان په اړه د ټرمپ انتظاميي پر نوې تګلاره د امريکايي پلاوي د سفر ممکنه اغېز؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:25 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د افغانستان په اړه د ټرمپ انتظاميي پر نوې تګلاره د امريکايي پلاوي د سفر ممکنه اغېز؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:25 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د سنېټر جان مېکېن په مشرۍ د امريکايي سنېټرانو يو پلاوي د اسلام اباد او کابل سفرونه ترسره کړي او د دواړو هېوادونو له ولسي او پوځي مشرانو سره يې د ترهګرۍ په ګډون په يو شمېر نورو اړوندو چارو غږېدلي دي. دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د ډونلډ ټرمپ انتظاميه به د افغانستان په اړه خپله نوې تګلاره د روانې جولايي په میاشت کې اعلان کړي. پوښتنه داده چې د دغسې مهمو امريکا سنېټرانو سفر او د دواړو هېوادونو له چارواکيو سره خبرې اترې به په اعلانېدونکې تګلاره کې خپل څرک جوت کړي او که څنګه؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پاکستان له پخواني سفارتکار اياز وزير او په کابل کې د شخړو او سولې مطالعاتو مرکز څېړونکي حکمت الله اعظمي سره بحث شوې دي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG