د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د هندلومړي وزير نريندر مودي د جون پر ۲۶ مه نېټه د واشنګټن سفرپر مهال د امريکا له ولسمشر دونلډ ټرمپ سره وليدل او تر ملاقات وروسته دواړو مشرانو پر پاکستان غږ وکړ چې داخبره دې باوري کړي چې خپله خاوره په نورو هېوادونو کې د ترهګرۍ لپاره استعمالېدو ته پرېنږدي.

تر دې ليدنې له مخه د امريکا خارجه وزارت پاکستان مېشتې وسله والې ډلې حزب المجاهدين پر مشر سيد صلاح الدين بنديزونه ولګول.

د هند لومړي وزير نريندر مودي او امريکايي ولسمشر د جون پر ۲۶ مه په سپينه ماڼۍ کې سره وليدل
د هند لومړي وزير نريندر مودي او امريکايي ولسمشر د جون پر ۲۶ مه په سپينه ماڼۍ کې سره وليدل

خو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په خپل یوه بیان کې د یوه داسې کس ترهګر ګرځول چې هغه د کشمیر خودمختارۍ لپاره مبارزه کوي بېخي ناروا بللې.

د هند او امريکا د مشرانو څرګندونې او ګامونه د پاکستان او سيمې لپاره څه پېغام او پايلې لرلی شي؟

دا موضوع د مشال تر رڼا لاندې کې د پاکستان پوځ پخواني چارواکي بريګېډيير سيد محمد نزير، د پېښور پوهنتون سميځو مطالعاتو مرکز مشر ډاکټر سرفراز، څېړونکي ډاکټر قیصر محمود او لېفټيننټ جنرال رېټايرډ طلعت مسعود سره بحث شوې ده.

د هند او امريکا د نږدېوالي پرپاکستان او سيمه اغېز
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:09 0:00

د هند او امريکا د نږدېوالي پرپاکستان او سيمه اغېز
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:09 0:00

د هندلومړي وزير نريندر مودي د جون پر ۲۶ مه نېټه د واشنګټن سفرپر مهال د امريکا له ولسمشر دونلډ ټرمپ سره وليدل او تر ملاقات وروسته دواړو مشرانو پر پاکستان غږ وکړ چې داخبره دې باوري کړي چې خپله خاوره په نورو هېوادونو کې د ترهګرۍ لپاره استعمالېدو ته پرېنږدي.د هند او امريکا د مشرانو څرګندونې او ګامونه د پاکستان او سيمې لپاره څه پېغام او پايلې لرلی شي؟ دا موضوع د مشال تر رڼا لاندې کې د پاکستان پوځ پخواني چارواکي بريګېډيير سيد محمد نزير، د پېښور پوهنتون سميځو مطالعاتو مرکز مشر ډاکټر سرفراز، څېړونکي ډاکټر قیصر محمود او لېفټيننټ جنرال رېټايرډ طلعت مسعود سره بحث شوې ده.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG