د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د سېنشبې په ورځ په کابل کې جوړ شوي د سولې کانفرنس ته د وينا پرمهال وويل، له پاکستانه سره سوله غواړي خو په دې پوه نه شو چې اسلام اباده له کابله څه غواړي.؟

خو د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه هم د سېشنبې په ورځ د کور کمانډرانو غونډې ته ويلي، افغانستان پر پاکستان د تور لګولو پرځای بايد خپلو داخلي ستونزو ته پام وکړي.

کله چې دوه نيم کاله وړاندې اشرف غني د افغانستان ولسمشر شو نو هرډول داخلي فشار يې له پامه و غورځولی او پاکستان ته په تلو سره يې د هغه هېواد هغه غوښتنې و منلې چې پخواني ولسمشر حامد کرزي يې له منلو انکار کولی.

خو اوس هم هغه اشرف غني له پاکستانه دومره ناهيله شوی چې په هره وينا کې يې د افغانستان په بې ثباتۍ تورنه وي او ان وايي چې اسلام اباد د افغانستان خلاف يو نا اعلان شوی جنګ اعلان کړی دی.

اخر د پاکستان په اړه د نرم دريځ خاوند اشرف غني اوس ددې هېواد په حقله دومره سخت دريځ ولې خپل کړی.؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پاکستان د پوځ پخواني چارواکي برېګېډيير سيد نذير او په کابل کې خبريال او څېړونکي بلال سروري سره بحث شوې دي.

د پاکستان په اړه د ولسمشر غني دريځ سخت ولي دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:11 0:00

د پاکستان په اړه د ولسمشر غني دريځ سخت ولي دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:11 0:00

پاکستان په اړه د نرم دريځ لرونکي اشرف غني دريځ اوس ولي د هغه هېواد پرضد دومره سخت دريځ دی؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پاکستان د پوځ پخواني چارواکي برېګېډيير سيد نذير او په کابل کې خبريال او ځېړونکي بلال سروري سره بحث شوې دي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG