د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

پاکستاني چارواکيو ويلي، د بلوچستان په پنجګور سېمه کې يې د ايران يوه ډرون الوتکه راغورځولې ده.

دا خبره پاکستانیو رسنیو د سېشنبې په ماښام د داسې دوو چارواکیو له خولې کړې ده چې له رسنیو سره د خبرو اجازت نه درلودلو له کبله یې نومونه نه دي ورکړل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې وار له مخه د پاکستان او اېران تعلقات له کړکېچ سره مخامخ دي.

ايران تور لګوي چې په دې وروستيو کې مشکوکو ترهګرو د پاکستان له خاورې د دوی پر سرحدي ځواکونو څو ځله حملې کړې او وژلي يې دي.

خو پاکستان بيا وايي، هيچا ته خپله خاوره د بل هېواد پرضد د استعمالولو اجازه نه ورکوي.

په مينځنې ختيځ کې د ايران او سعودي عرب ترمنځ شديد اختلافات او د پاکستان د پوځ پخواني مشر جنرال راحيل شريف د سعودي په مشرۍ د ترهګرۍ ضد پوځ مشر جوړېدو د اسلام اباد او تهران تعلقات اغېزمن کړي دي.

دا چې د ايران او پاکستان ترمنځ اختلافي ټکي څه دي؟

ددې به د دواړو هېوادونو پر امنيت ممکنه اغېز څه وي؟

داپوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پاکستان له پخواني ډپلوماټ اياز وزير، سياستوال او څېړونکي افراسياب خټک او په کوټه کې خبريال سيد علي شاه سره بحث شوي.

د پاکستان او ايران اختلافاتي ټکي او شريکې ګټې څه دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:06 0:00

د پاکستان او ايران اختلافاتي ټکي او شريکې ګټې څه دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:06 0:00

پاکستاني چارواکيو ويلي، د بلوچستان په پنجګور سېمه کې يې د ايران يوه ډرون الوتکه راغورځولې ده.دا په داسې حال کې ده چې وار له مخه د پاکستان او اېران تعلقات کړکېچ دي.دا چې د ايران او پاکستان ترمنځ اختلافي ټکي څه دي؟دا نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پاکستان له پخواني ډپلوماټ اياز وزير، سياستوال او څېړونکي افراسياب خټک او په کوټه کې خبريال سيد علي شاه سره بحث شوي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG