د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د پاکستان پارلماني پلاوی د افغانستان د دوه ورځني سفر وروسته اسلام اباد ته ستون شوی او د دلې مشر اياز صادق د سفر مالومات د سېشنبې په ورځ له وزيراعظم نوازشريف د ليدو پر مهال شريک کړي دي.

د سفر مهم هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ځای ولاړې خبرې بيا پیلول وو.

پلاوي له يو شمېر افغان چارواکيو سره د ليدو ترڅنګ له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم وکتل چې لېدنې شاوخوا شپږ ساعته دوام وکړ.

د پلاوي تر سفر سمدستي وروسته د افغانستان اجراييه رياست ريیس وياند جاويد فيصل د چارشنبې په ورځ مشال راډيو ويلي، د پاکستان استخابارتي ادارې مشر لېفټينېنټ جنرل نويد مختار کابل ته ورغلی او د سېشنبې په ورځ يې له افغان ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله سره وليدل.

ايا دواړه غاړې د اړيکو ښه کولو لپاره پر ځینو کوټلو ګامونو اخستو سره سلا شوي او که څنګه؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوې.

په پاکستاني پلاوي کې شامل د قامي اسمبلۍ غړی غازي ګلاب جمال او د افغانستان مشرانو جرګې دوهم مرستيال ډاکټر محمد اصف صديقي د بحث مېلمانه دي.

د پاکستاني پلاوي د کابل سفر لاس ته راوړنې؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:09 0:00

د پاکستاني پلاوي د کابل سفر لاس ته راوړنې؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:09 0:00

د پاکستان پارلماني پلاوی د افغانستان د دوه ورځني سفر وروسته اسلام اباد ته ستون شوی دی.د سفر يو مهم هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ځای ولاړې خبرې بيا پیلول دي. آیا سفر ټاکل شوی هدف ترلاسه کړ او که څنګه.؟ دا موضوع د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پاکستان پارلماني ډله کې شامل غازي ګلاب جمال او د افغانستان مشرانو جرګې دوهم مرستيال محمد اصف صديقي سره څېړل شوې ده.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG